د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۷

عبدالله: د بلخ د ولایت په سر راپورته شوې ستونزه د حل کېدو په حال کې ده


په بلخ ولایت کې له عطا محمد نور سره د یو شمېر افغان لوړپوړو چارواکو له خبرو اترو وروسته​ د افغان حکومت اجرائیه رئیس وايي، د بلخ ولایت په سر راپورته شوې ستونزه د حل کېدو په حال کې ده.

عبدالله عبدالله چې د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د کب ۱۲» يې د وزیرانو شورا له ناستې وړاندې رسنیو ته خبرې کولې، په دې اړه خوښي ښکاره کړه او ويې‌ویل چې په نورو برخو کې به هم پرمختګونه ولرو.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه:

"د کال په وروستیو ورځو کې يوو، زیات خوشحاله یم، هغو مسایلو چې د بلخ په ولایت پورې يې اړه لرله، د حل کېدو په حال کې دي او ان‌شاءالله چې په نورو برخو کې به هم پرمختګونه ولرو."

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله
د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

دا په داسې حال کې ده چې اته ورځې وړاندې د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئیس معصوم ستانکزی او د ولسمشر محمد اشرف غني د دفتر رئیس سلام رحیمي بلخ تللي وو او له عطا محمد نور سره‌يې د بندو دروازو تر شا خبرې اترې وکړې.

د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‎‌پال همغه ورځ د دې لیدنې د پایلو په اړه هیله‌مندي وښوده او ویې‌ویل، هیله شته چې وروستۍ خبرې اترې به مثبته نتیجه ورکړي او حکومت د دې مسئلې د سوله‌ییز حل غوښتونکی دی.

نږدې درې میاشتې وړاندې جمهوري ریاست د عطا محمد نور استعفا ومنله او انجنیر محمد داوود يې د بلخ نوی والي اعلان کړ.

خو جمعیت اسلامي ګوند او عطا محمد نور د ارګ دغه پرېکړه یو طرفه وبلله او ويې‌ویل چې تر هغې به د بلخ د والي په توګه خپلې دندې ته دوام ورکړي، تر څو له ارګ سره موافقې ته نه‌وي رسېدلی.

په ورته وخت کې د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور ویاند منیر فرهاد وايي، په دې اړه لا هم د ارګ او د جمعیت د استازو ترمنځ خبرې اترې جریان لري او هیله‌مندي شته چې یوې پایلې ته ورسېږي.

منیر فرهاد
منیر فرهاد

ښاغلي فرهاد د دوشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"خبرې اترې روانې دي، په مهمو مسایلو خبرې شوې دي، موږ د رامنځته شوې ستونزې د حل پلویان یوو او هیله‌مندي ښکاره کوو چې دا مسئله ډېر ژر په ښه شکل حل شي، خو د ویتو او پرېکړې وروستی حق یوازې د جمعیت اسلامي ګوند رهبري پر غاړه لري."

د منیر فرهاد د معلوماتو له مخې، له هغې وروسته چې د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئیس معصوم ستانکزي او سلام رحیمي په بلخ کې له عطا محمد نور سره وکتل، په دې اړه په کابل کې د ارګ او د جمعیت اسلامي ګوند د استازو ترمنځ خبرې اترې هم شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د امریکا د ولسمشر مرستیال له ولسمشر محمد اشرف غني سره په یوه ټیلیفوني اړیکه کې په بلخ ولایت کې په خپل وخت او په سوله‌‎یيز ډول د واک پر لېږد ټینګار کړی دی.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG