د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۳۳

وسله‌والو اسلام‎اباد کې پر یوې امام بارګاه حمله کې یو کس وژلی


نامعلومو وسله‎والو د پاکستان په پایتخت اسلام‎اباد کې پر یوې امام بارګاه ډزې کړي چې د چارواکو په وینا یو کس یې وژلی او ۴ نور یې ټپیان کړي دي.

په اسلام‎اباد کې ځايي پولیس چارواکو رسنیو ته ویلي چې دا پېښه د چهارشنبې په ورځ ناوخته د دې ښار په سیکټر اي ۸ (ای-۸) نومې سیمه کېرامنځته شوې ده.

د چارواکو په خبره:

"د نامعلومو موټر سایکل سپرو وسله‎والو هغه وخت پر "باب العلم" امام بارګاه ناتاره ډزې وکړې چې له دغې امام بارګاه څخه تر لمانځه وروسته خلک د راوتلو په حال کې وو چې په نتیجه کې یې یو کس وژل شوی او ۴ ټپیان شوي دي."

پر امام بارګاه شوې حمله
پر امام بارګاه شوې حمله

ځايي رسنۍ د چارواکو په حواله وايي، د پېښې ټپیان یې د درملنې لپاره د اسلام‎اباد پمز روغتون ته لېږدولي او په دغو کې د دوو ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ بولي.

د پاکستان ډان خبري اژانس بیا د وسله‎والو بریدګرو په ډزو کې وژل شوی کس د پاکستان د یوې استخباراتي ادارېکارکوونکی یادوي.

پولیس وايي چې پر امام بارګاهتر برید وروسته یې د پېښې تحقیقات پیل کړي او د وسله‎والو بریدګرو د نیولو هڅې یې روانې کړي دي.

د یادونې وړ ده چې تر دې دمه لاپه اسلام‎اباد کې د دغه وسله‎وال برید مسؤلیت کومې وسله‎والې ډلې پر غاړه نه‎دی اخېستی.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG