د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲ وږی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۳۱

راولپېنډۍ: د شيعه ګانو پر امام بارګاه انتحاري حملې ٣ کسان ووژل


د پاکستان پايتخت اسلام اباد ته نزدې د پنجاب ايالت په راولپېنډۍ ښارکې د شيعه ګانو پر يوې امام بارګاه وسله وال و ځانمرګى بريد شوى، چې په نتيجه کې ګڼ شمېر خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د راولپېنډۍ ښار د امنيتي چارواکيو په وينا، د چهارشنبې په ورځ ناوخته ددې ښار په کري روډ کې پر قصر سکينه نومي امام بارګاه ځانمرګى بريد شوى، چې په نتيجه کې يې لږ تر لږه ٣ کسان وژل شوي او ٣ نور ټپيان دي.

دوى وايي، چې په ټپيانو کې د ١ روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى او ښايي د مړو شمېر پورته شي.

چارواکي وايي، چې دوو وسله والو پر امام بارګاه هغه وخت بريد وکړ، چې خلکد ماښام لمانځه لپاره راغونډ شوي وو. وسله والو لومړى ډزې وکړې، بيا يې لاسي بمونه وغورځول او په پاى کې يوه د امام بارګاه په دروازه کې په ځان پورې تړلي چاودېدونکي مواد والوځول.

د راولپېنډۍ ښار د پمز دولتي روغتون وياندې ډاکټر عايشې له رسنيو سره په خبرو کې وويل، چې د دوى روغتون ته درې مړي او ٢ ټپيان وروړل شوي دي:

"په دغه بريد کې دې دمه زموږ روغتون ته ٣ مړي او ٢ ټپيان راوړل شوي، چې په ټپيانو کې د ١ روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى."

په عين حال کې پر امام بارګاه د بريد يو تن عيني شاهد له رسنيو سره په خبرو کې وويل:

"په مسجد کې د ماښام لمانځه لپاره ګڼ شمېر خلک راغونډ شوي وو، ، چې بريدګر راننوت، لومړى يې ډزې وکړې، بيا يې دروازه خلاصه کړه او دننه له راننوتلو سره سم يې ځانمرګى بريد وکړ. "

بل خوا د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې، په راولپېنډۍ کې د شيعه ګانو پر امام بارګاه ددغه وسله وال بريد مسووليت د جندالله په نامه وسله والې ډلې منلى او دا يې په شمالي وزيرستان کې د روانو پوځي عملياتو غچ بللى دى.

جندالله د وسله والو پاکستاني طالبانو له ملاتړو ډلو څخه وه، چې څه موده وړاندې له دوى بېله او د داعش يا اسلامي دولت وسله والې ډلې ملاتړ يې اعلان کړ.

په پاکستان کې په دې وروستيو کې په داسې حال کې په ترورېستي پېښو او د شيعه ګانو پر امام بارګاګانو بريدونه ډېر شوي، چې پاکستانيو ځواکونو د تېر کال د جون مياشتې راهيسې ډيورنډ کرښې ته څېرمه په شمالي وزيرستان او همداراز په ګڼ شمېر نورو قبايلي سيمو کې کې د ترهګرو په ضد پوځي عمليات پيل کړي دي.

دا د روان کال په اوږدو کې پاکستان کې د شیعه ګانو پر جومات څلورم او په روانه اونۍ کې دويم برید دی، چې کېږي.

تر دې مخکې وسله والو پاکستاني طالبانو د فبرورۍ په ١٣ مه نېټه د پېښور په حيات اباد کې د شيعه ګانو پر يوه جامع جومات بريد کړى و، چې په نتيجه کې يې ٢٢ کسان وژل شوي وو.

همدا راز د جنورۍ په ٣٠مه نېټه په شکارپور کې هم په يوې امام بارګاه کې چاودنه شوې وه، چې په نتيجه کې يې ٦١ کسان مړه او ګڼ شمېر نور ټبيان شوي وو او مسووليت يې د جندالله وسله والې ډلې منلى و.

د پاکستان صدراعظم نواز شريف، ولسمشر ممنون حسين، د پوځ وياند جنرال عاصم باجوه، عمران خان او ددې هېواد نورو سياستوالو په راولپېنډۍ کې پر امام بارګاه وسله وال بريد په کلکو ټکو غندلى او له اړوندو ادارو څخه يې د بېړنيو تحقيقاتو غوښتنه کړې ده.

د يادونې وړ ده، چې د پاکستان د شيعه ګانو سرتاسري شورا د بريد په غبرګون کې په ټول پاکستان کې يو ورځنى ماتم اعلان کړى او له حکومته يې غوښتي، چې ژر تر ژره دې ددغې پېښې عاملين ونيسي.
راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG