د پاکستان د سياسي چارو ځينې څارونکي په دې هېواد کې د وروستيو تروېستي پېښو په تړاو وايي چې د پاکستان ځينې مذهبي ګوندونه اوس هم د طالبانو سياسي ملاتړ او مرسته کوي چې له امله يې لا دوى له پښو نه دي لوېدلي او د خونړيو بريدونو توان لري.
دوى دا څرګندونې تر هغې وروسته کوي چې د جماعت احرار په نامه د پاکستاني طالبانو د تحريک يوې ډلې د يکشنبې په ورځ د پنجاب ايالت په مرکز لاهور کې پر دوو کليساوو د غبرګو انتحاري حملو مسووليت ومانه چې په نتيجه کې يې لږ تر لږه ١٥ کسان وژل شوي او تر ٦٥ زيات ټپيان دي.
په لاهور کې پر کليساوو دا انتحاري حملې په داسې حال کې شوي چې پاکستانيو پوځيانو د تېر کال د جون مياشتې راهيسې د ډيورنډ کرښې ته څېرمه د شمالي وزيرستان او خيبر ايجنسۍ په قبايلي سيمو کې د مېشتو وسله والو پر ضد پوځي عمليات پيل کړي چې لا تراوسه دوام لري.
د پاکستان پوځي مقامات ادعا کوي چې په روانو پوځي عملياتو کې په دغو سيمو کې مېشتو وسله والو ډلو ته سخت زيان اړولى د دوى سلګونه مرکزونه يې ويجاړ کړي او ډېرى سيمه يې له ترهګرو پاکه کړې ده.
له بلې خوا د پاکستان د سياسي چارو ځينې څارونکي د پاکستانيو طالبانو وروستيو خونړيو حملو ته په کتو وايي چې دوى د پوځي عملياتو په ترڅ کې لا بشپړه توګه له پښو نه دي غورځېدلي او لامل يې له دوى سره د پاکستان د ځينو مذهبي ګوندونو او کړيو ملاتړ ښيي.
د سياسي او قبايلي چارو کارپوه شميم شاهد له ازادي راډيو سره په خبرو کې په دې اړه وويل:
" په حقيقت کې طالبان خو يواځې نه دي؛ له دوى سره ځينې مذهبي ګوندونه مذهبي خلک هم شامل دي او د طالبانو مرسته کوونکي دغه خلک په ټول پاکستان کې خواره دي؛ نو په دې وجه باندې دلته دا ډول پېښې کېږي.
تراوسه پورې چې دغه د طالبانو کمک کوونکي يا لارې ته نه وي راوستل شوي او ورسره د طالبانو په شان سلوک شوى نه وي؛ تر هغې دا مساله نه حل کېږي.
له بده مرغه که تاسو وګورئ، نو په پېښور کې چې کومه پېښه وشوه، د هغې نه وروسته چې کوم عمليات او اقدامات وشو؛ خو اوس هم هغه اقدامات سر ته نه دي رسول شوي؛ په هغې کې له مصلحت نه کار اخيستل کېږي؛ نو د طالبانو عسکري قوت به هله ختمېږي چې د دوى سياسي حمايت ختم شي."
د جماعت احرار په نامه وسله والې ډلې د لاهور پر کليساوو د حملو مسووليت تر هغې وروسته منلى چې دې ډلې د روانې مياشتې په ١٢مه نېټه يو ځل بيا له تحريک طالبان پاکستان سره د يوځاى کېدو اعلان وکړ.
تر دې مخکې دې ډلې د تېر کال په اوړي کې له پاکستانيو طالبانو لارې جلا کړې وې او خپل مشر يې ټاکلى و.
خو شميم شاهد په بيا په دې باور دى، چې دغه جنګيالي يو دي او ځينې وخت په خلکو کې د ويرې ترهې خپرولو لپاره پر ځان بېلابېل نومونه ږدي:
" په حقيقت کې دوى پخوا هم يو وو، اوس هم يو دي او بيا به هم يو وي. د هغې غټه وجه دا ده چې د دوى Mind set (ذهنيت) يو دى. دا پخوا هم دوى د يو بل خلاف وو؛ کله کله د دوى په پيسو او وسلو باندې جګړې رامنځته شي؛ خو دوى پخوا يو وو، يو دي او بئا به هم يو وي. دوى چې کله دا قسم اعلان وکړي، نو د دوى مطلب دا وي چې خلک وويرېږي."
د پاکستاني وسله والو طالبانو د تېر کال په دسمبر کې په پېښور کې پر يوه ښوونځي هم خونړۍ حمله کړې وه چې په نتيجه کې يې د زده کوونکيو په ګډون ١٤٤ کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان شوي وو.
تر دې وروسته دغه ډلې په د پېښور په حيات اباد کې پر يوې امام بارګاه هم د حملې مسووليت منلى و چې ٢١ کسان په کې وژل شوي وو.
راپور: ذبيح شفق