د هند سترې محکمې د اګست په پيل کې له ډیلي څخه د ټولو کوڅه ډبو سپیو د راټولو لپاره اته اونۍ وخت ورکړی و، چې دا پریکړه د څارویو د حقونو د فعالانو له غبرګون سره مخامخ شوې وه.
د هندي رسنیو په وینا په نوي ډیلي کې تر یو ملیون پورې کوڅه ډب سپي شته.
سترې محکمې د جمعې په ورځ په نوی حکم کې وویل چې کوڅه ډب سپي باید له واکسین کولو او تعقیم وروسته خوشي شي.
د محکمې د دې حکم له صادرولو وروسته د سپیو د حقونو فعالانو خوشي وکړه. نهه پنځوس کلنې سونالي کالرا فرانس پریس اژانس ته وویل چې"خلک د خپلو ماشومانو په څیر د کوڅه ډبو سپو پالنه کوي، خو دا عملي نه ده چې خلک دا سپي خپلو کورونو ته یوسي او که ستونزه جوړوي ښه لاره یې همدا ده چې تعقیم شي».
شل کلنه انوي سینګ چې محصله ده د سپیو په ملاتړ په لاریون کې برخه اخیستې وه، د محکمې له پریکړې وروسته دې وویل چې فعالانو وګټله، نوموړې زیاته کړه چې زه به اوس په لاره دا بریا له ټولو هغو سپو سره ولمانځم چې مخې ته راځي.
په ۲۰۲۴ کال کې، په ډیلي کې، چې دیرش میلیونه خلک پکې ژوند کوي د سپیو د داړلو له پنځه ویشت څخه د ډیرو پیښو راپور ورکړل شوی و خو یوه پېښه هم پکې داسې نه وه چې څوک دې پکې لیوني سپي داړلي وي.
په ټول هند کې بیا درې میلیونه او اووه لکه کسان پروسږکال سپیو داړلي وو چې په دغو کې څلور پنځوس کسانو د لیوني سپیانو د داړلو له امله ژوند له لاسه ورکړ.
هند د نړۍ تر بل هر هیواد ډیر نفوس لري چې شمیر یې څه باندې یو میلیارډ او څلور سوه میلیونه ته رسیږي. په دغه هیواد کې د لیونیو سپو د داړلو پیښې هم تر نورو هیوادونو زیاتې دي. د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا که چیرته سپي واکسین شي د دې ستونزې مخه نیول کیدای شي.
په ټول هند کې د دوه زره نولسم کال د څارویو د سرشمیرنې له مخې پنځلس میلیونه کوڅه ډب سپي ثبت شوې دي.