د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۱۱

د سویس رسنیو جینیوا ته د څلورو طالب ډیپلوماټانو د سفر خبر ورکړی دی


د سویس دولتي راډیو تلویزیون SRF  له دې هیواده په جرمونو د تورنو افغانانو د ستنولو په هدف ژنیف ته د څلورو طالب ډیپلوماټانو د سفر خبر ورکړی دی. سویس د کډوالو ادارې دا اقدام حساس خو اړین بللی دی.

د سویس راډيو تلویزیون ویلي په وروستیو کې د طالبانو د حکومت څلور ډیپلوماټانو جینیوا ته سفر کړی تر څو په جرمونو تورن شوي افغان اتباع چې له دې هیواده ایستل کیږي وپېژنې.

د سویس دولتي راډیو تلویزیون SRF پرون جمعه د اګسټ ۲۲ مه په یو راپور کې د سویس د کډوالو د ادارې له قوله دا اقدام حساس خو اړین بللی دی.

که څه هم په راپور کې سویس ته د طالب ډیپلوماټانو د سفر دقیق وخت نه دی ښودل شوې خو په کې راغلي چې د دغه طالب پلاوي دوه ورځنی ماموریت د هغه ۱۱ محکوم شویو او په خپله خوښه د بیرته ستنېدونکو افغانانو پېژندنه وه.

په راپور کې د سویس د کډوالو د ادارې د عامه اړیکو د مشر ډینیل باخ له قوله راغلي، دا اقدام د یادو افغانانو د سفر د اسنادو د جوړولو لپاره ځکه اړین وو چې په خبره یې طالبان یوازې هغه اسناد مني چې د دوی له لوري صادر شوي وي.

نوموړي ویلي:

موږ ټول پوهیږو چې په افغانستان کې بشري حقونو ته درناوی نه کیږي چې دا پرېکړه یې ستونزمنه کړې خو د سویس عامه ګټې او له محکوم شویو مجرمینو څخه د خلکو ساتنه لومړیتوب دی نو موږ پرېکړه وکړه چې د خلکو ساتنه ډېره مهمه ده.


د سویسي چارواکو په وینا، د طالبانو دغه څلور کسیز پلاوی په دغه هېواد کې د حضور پر مهال د جینیوا له هوايي ډګره نه دی وتلی او هلته یې یوازې د پېژندنې مسوولیت ترسره کړی، خو په راپور کې دا نه دي راغلي چې دغه طالب پلاوی بېرته افغانستان ته ستون شوی که لا هم په سویس کې دی.

په راپور کې د چارواکو له قوله راغلي چې د دیادو کسانو د پېژندنې لړۍ بریالۍ وه او د دوی د بیرته ستنولو چمتوالی پیل شوی دی.

د سویس د کډوالو ادارې ویلي اوس مهال نږدې ۲۰ محکوم شوی افغان اتباع د اخراج لپاره ټاکل شوي په داسې حال کې چې د پاتې قضیو لپاره اضافي بیا کتنې ته اړتیا ده.

په همدې حال کې په سویس کې میشت یو شمېر افغانان چې لا یې قانوني اسناد نه دي ترلاسه دغه خبر سخت اندېښمن کړي دي.

دوی وايي ډاریږي د قضیو له ردیدو سره بېرته افغانستان ته وانه ستول شي.

په جینیوا کې میشت یو افغان کډوال د نوم د نه خپرېدو او غږ بدلون په شرط ازادي راډيو ته وویل:

له بده مرغه له جرمني او نورو اروپايي هیوادونو د افغانانو د ډیپورټ مسلې په سویس کې هم اغیز لرلی دی، او بیا په ځانګړي ډول اوس چې طالب ډیپلوماټان هم دغه هیواد ته راغلي دي، نو موږ ډېر په اندېښنه کې یو، د سویس د کډوالو د قانون له مخې د اصلي کس په هیواد کې له بدلون وروسته باید د نوموړي موقتي اسناد تمدید نه شي دې مسلې ټول کډوال سخت اندېښمن کړي دي.


د بشري حقونو یو شمېر فعالانې بیا وايي سویس په کور دننه د کډوالۍ پروګرام د منظم کېدو لپاره د بشري حقونو له ناقضینو سره تعامل کوي.

له ډلې یې ترنم سیدي ازادي راډيو ته وویل:

دا چې یو شمېر هیوادونه چې د بشري حقونو د تامین دعوې کوي او کډوال منونکې دي، خو د خپل مهاجرتي نظم په هدف له د بشري حقونو له ناقضینو سره معامله کوي دا د بشري حقونو له ټولو اصولو سرغړونه ده، موږ ښځې چې د دغه ډول دوه ګونې سیاست اصلي قربانیانې یو غلې نه پاتې کیږو او نړۍ ته خپل دا غږ چې له طالب سره تعامل له تاتریخوالي، بې عدالتي او سانسور سره معامله ده موږ ګورو چې د بشري حقونو د تینګښت په برخه کې د دغه هیوادونو وعدې او ژمنې دروغجنې وې.

"

نوموړې وویل د اروپايي ټولنې یو شمېر هیوادونه د طالبانو له ظلمونو تښتېدلي افغانان بیرته یادې ډلې ته سپاري.

دا په داسې حال کې ده چې سویس د روان لمریز کال په حمل کې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو لپاره نوې تګلاره اعلان کړه چې له مخې یې هغه مجرد او روغ افغان پناه غوښتونکي چې د پناه غوښتنه یې د سویس د حکومت له لوري رد شوې او په دغه هېواد کې کورنۍ ونه لري، ممکن په ځانګړو شرایطو کې افغانستان ته ستانه کړل شي. وې

په دې اړه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي و چې دا پرېکړه د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې پر افغانستان د طالبانو د بیاواکمنېدو د وخت په پرتله اوس د ښه امنیتي او اقتصادي وضعیت له امله شوې ده.

سویس په تېر ۲۰۲۴ کال کې پنځه تنه افغان وګړي چې د د دغه هیواد د کډوالو د ادارې د بیان پر بنسټ مجرمان او د سویس داخلي او بهرني امنیت ته ګواښ وو، بیرته خپل هېواد ته ستانه کړل.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې په جولای میاشت کې جرمني دوه طالب ډیپلوماټان په جرمونو کې د ښکیلو افغان کډوالو د لیږد په برخه کې د تخنیکي همکارۍ په هدف ومنل خو سویس ویلي په خپله خاوره کې په دایمي توګه د طالب کارکونکو د پاتې کېدو هیڅ ډول پروګرام نه لري.

XS
SM
MD
LG