د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲ وږی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۰۴

د پاکستان د قانون وزیر له استعفا سره د یوه افراطي ګوند مظاهرې پای ته ورسېدې


د "تحریک لبیک یا رسول‌الله" د اسلام‌پال افراطي ګوند پلویانو نن دوشنبه سهار «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۰۶» وروسته له هغه خپلې مظاهرې پای ته ورسولې چې د پاکستان د قانون وزیر له خپلې دندې استعفا وکړه.

دوی د پاکستان د پارلمان د وکیلانو د لوړې په قانون کې د هغې مادې د بدلون په وړاندې اعتراض ته راوتلي وو چې د دوی په وینا پر ختم نبوت د باور ټکی ترې ایستل شوی او غوښتنه‌یې کوله چې د قانون وزیر باید استعفا وکړي او په دې مسئله کې تورنو کسانو ته جزا ورکړل شي.

زاهد حامد نن وروسته له هغه خپله استعفا اعلان کړه چې د "تحریک لبیک یا رسول‌الله" ګوند پلویانو له دوو اوونیو راهیسې اسلام‌آباد ته نږدې په فیض‌آباد سیمه او نورو ښارونو کې اعتراضونه پیل کړل.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر احسن اقبال نن د اسلام‌اباد د سترې محکمې رئیس شوکت صدیقي ته وویل چې حکومت د اعتراضونو له تنظیموونکو سره موافقه لاسلیک کړې چې باید د کورنۍ جګړې په څېر د حالت مخنیوی وشي.

د دې ګوند مشر خادم حسین رضوي په اسلام‌اباد کې خبریالانو ته وویل چې د دوی پلویان خپل تحصن سمدستي پای ته رسوي.

د تحریک لبیک یا رسول الله ګوند مشر خادم حسین رضوي
د تحریک لبیک یا رسول الله ګوند مشر خادم حسین رضوي

رضوي د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه څخه مننه وکړه چې له حکومت سره د هغې موافقې په برخه کې یې منځګړیتوب وکړ چې له مخې یې د قانون وزیر استعفا کوي او دوی اعتراضونه پای ته رسوي.

نوموړي پر خپلو پلویانو غږ وکړ چې خپلې خیمې او وسایل راټول کړي، خو تر هغه پورې دې انتظار وکړي چې د دوی نیول شوي فعالان ملګري راخوشې کېږي او بیا به ټول په ګډه خپل اصلي ښار لاهور ته چې د ګوند اصلي مرکز په‌کې دی، ستانه شي.

د موافقې له مخې "تحریک لبیک یا رسول‌الله" موافقه کړې چې داسې فتوا به نه‌ورکوي چې د قانون د پخواني وزیر زاهد حامد ژوند ته خطر پېښ کړي.

زاهد حامد خپله استعفا اعلان کړه
زاهد حامد خپله استعفا اعلان کړه

​رضوي د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه څخه مننه وکړه.

ښاغلي حامد د وکیلانو د لوړې د قانون په ماده کې د بدلون له کبله بخښنه غوښتې وه او ویلي و چې دا یوه تېروتنه وه او اصلاح شوې هم ده، خو اعتراض کوونکو ویل چې د نوموړي د استعفا تر وخته به خپلو کورونو ته ستانه نه‌شي.

دوی د پلازمېنې اسلام‌آباد او راولپنډۍ ترمنځ په فیض‌آباد سیمه کې د تحصن خیمې لیرې نه‌کړې او د دواړو ښارونو ترمنځ لویه لاره‌یې بنده کړه.

څارونکي وايي، دا مسئله په ډاګه کوي چې په پاکستان کې حتی یوه کوچنۍ اسلام‌پاله افراطي ډله هم کولای شي چې پر حکومت فشار راوړي او دې ته‌یې اړ باسي چې خپلې غوښتنې پرې ومني.

XS
SM
MD
LG