د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۱۴

پاکستاني حکومت په اسلام اباد کې خپل پوځ ورغوښتی


د پاکستان حکومت د دې هېواد په پلازمېنې اسلام اباد کې د یوه مذهبي ګوند د غړو د لاریون پر ضد د عملیاتو پر مهال تر تاوتریخوالي او نښتو وروسته، د اسلام اباد د ګڼ شمېر برخو امنیت پوځ ته سپارلی دی.

دا تر هغې وروسته ده چې حکومت تېره ورځ امنیتي ځواکونو ته د اسلام اباد او راولپېنډۍ ترمنځ په فیض اباد څلور لاري کې د هغو سلګونو لاریون کوونکو پر ضد د عملیات کولو امر ورکړ چې له تېرو نېږدې ۲۰ ورځو راهیسې يې په دې سیمه کې احتجاجي ناسته درلوده.

د رسنیو د راپورنو له مخې، د دغه لاریون پر ضد په عملیاتو کې پولیس، ملېشه او رینجرز ځواکونو برخه درلوده چې په نتیجه کې یې له احتجاج کوونکو سره په اخ او ډب کې د پولیسو او نورو امنیتي سرتېرو په ګډون، تر ۱۵۰ زیات کسان ټپیان شوي او سلګونه لاریون کوونکي پولیسو نیولي دي.

پولیسو د دغو لاریون کوونکو د لېرې کولو لپاره د عملیاتو په بهیر کې پر لاریون کوونکو اوښلن ګاز شیندلی او د دوی ځينو خیمو ته يې اور ورته کړی چې په ځواب کې یې مظاهره چیانو له پولیسو سره مقاومت کړی او هغوی یې پهډبرو وېشتلي او ګڼ شمېر موټرو ته یې اور ورته کړی دی.

د لبیک یا رسول الله ګوند دغو لاریون کوونکو له دې امله له تېرو ۲۰ ورځو راهیسې په یاده سیمه کې احتجاج پیل کړی او غوښتنه کوي چې د پاکستان د قانون وزیر دې په لوړې کې د بدلون له امله، له خپلې دندې استعفا ورکړي.

دوی تور پورې کوي چې د پاکستان حکومت دغه ګام د ختم نبوت پر ضد پورته کړی او باید په دې کې تورنو کسانو ته سزا ورکړل شي.

خو حکومت بیا ټینګار کوي چې د لوړې په فورمو کې یې دغه تېروتنه سمه کړې او له لاریون کوونکو غواړي چې خپل احتجاج دې په سوله ییز ډول پای ته ورسوي.

قمر جاوید باجوه
قمر جاوید باجوه

په عین حال کې بیا د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه هم له حکومته غوښتي چې په اسلام اباد کې روان احتجاج دې په سوله ییز ډول پای ته ورسوي.

د رسنیو د راپورونو له مخې، نوموړي د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي ته ټيلیفون کړی او وړاندیز یې ورکړی، چې له لاریون کوونکو سره دې له اخ او ډب پرته روانه ستونزه په سوله ییزه توګه هواره کړي.

په اسلام اباد کې د لبیک یا رسول الله ګوند د غړو او پولیسو ترمنځ تر تاوتریخوالي وروسته، د لاریونونو لړۍ د پاکستان نورو ښارونو ته هم غځېدلې او مذهبپالو د پنجاب صوبې په مرکز لاهور، ګوجرانواله، ګجرات، سیالکوټ، د سیند صوبې په مرکز کراچۍ او د پښتونخواپه مرکز پېښور او کوټه کې لاریونونه کړي دي.

د رسنیو د راپورونو له مخې، قهرجنو لاریون کوونکو په اسلام اباد او د پاکستان په نورو سیمو کې د واکمن مسلم لیګ نون ګوند د غړو او د حکومت د کابینې د وزیرانو پر کورونو هم بریدونه کړي دي.

په عین حال کې په پاکستان کې د رسنیو د څار ادارې یا پېمرا په دغه هېواد کې د ګڼ شمېر شخصي خبري ټلوېزیونونو خپرونې هم ځنډولې وې.

د دغې ادارې چارواکي وايي، دغه ګام یې له دې امله پورته کړی چې دغو ټلوېزیونونو په اسلام اباد کې د لاریون کوونکو پر ضد د امنیتي ادارو د عملیاتو بهیر نېغ په نېغه خپراوه چې له امله یې د لاریونونو لړۍ پر اسلام اباد سربېره نورو ښارونو ته غځېده او په خلکو کې یې غوسه پاروله.

د پاکستان حکومت تر هغې وروسته په اسلام اباد کې لبیک یارسول الله ګوند د غړو د لاریون پر ضد عملیات پیل کړل، چې د حکومت او د یاد ګوند ترمنځ خبرو اترو هېڅ نتیجه ورنه کړه.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان سترې محکمې تر پرله پسې اورېدو وروسته حکومت ته امرورکړ چې د عام ولس د ځورونې او کړاو د مخنیوي په پار دې، په اسلام اباد کې روان لاریون پای ته ورسوي.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG