د پاکستان پوليسو د يوې افراطي ډلې د پلويانو پرضد عمليات پيل کړي دي.
د دې افراطي ډلې غړو له درېيو اوونيو راهيسې په سيمه کې عمده لار او دکانونه تړلي دي.
د دغه ګوند غړو له شلو ورځو راهيسې د اسلام اباد او پنډۍ ترمنځ پر فيض اباد پله اعتراضونه پيل کړي.
له دې سره د دواړو ښارونو ترمنځ د خلکو تګ راتګ له ستونزو سره مخامخ شوي دي.
پوليسو او ملېشه ځواکونو د تحريک لبيک يا رسول الله ګوند پرخلاف نن سهار وروسته له هغې اقدام وکړ چې دوى ته ورکړل شوى مهلت د تېرې شپې په نيمايي کې پاى ته ورسېد.
تر سپېده چاود وروسته شااوخوا ٨٥٠٠ ځانګړي پوليس او ملېشه پوځيان د شا او خوا ٢٠٠٠ اعتراض کوونکو د ليرې کولو لپاره لاس په کار شول.
پر دغو کسانو د اوښکي بهوونکي ګاز تر څنګ رابړي مرمۍ هم کارول شوي دي.
په سيمه کې د ازادي راډيو د مشال څانګې خبريال وايي، د مظاهرې له ځايه زياتره احتجاج کوونکي تښتېدلي دي.
د پوځيانو او مظاهرچيانو ترمنځ ځای ځای نښتې هم شوې دي.
د اسلام اباد د يوه روغتون چارواکي وايي چې ۴۰ زخميان ور وړل شوي دي.
د اعتراضونو د ختمولو لپاره د حکومتي کمېټې او د تحريک لبيک يارسول الله د مشرانو ترمنځ خبرو اترو هيڅ نتيجه ورنه کړه.
د اعتراض کوونکو په وړاندې دا عمليات وروسته له هغې وشول چې يوې محکمې د دغه اعتراض د پاى ته رسولو امر وکړ، ويې ويل دې مسئلې په ښار کې ورځنى ژوند له خنډ او ځنډ سره مخامخ کړى دى.
پوليسو د دغو اعتراضونو د خپرولو لپاره د اوښکي بهوونکي ګازو تر کارونې وروسته په لسګونو کسان ونيول، دغه اعتراض کوونکو پر پوليسو د کاڼو په ګوزارونو سره مقاومت کاوه.
تحريک لبيک يارسول الله وايي، د پاکستان د قانون وزير زاهد حامد دې استعفى وکړي، ځکه د دوى په وينا د پاکستان د انتخاباتو د ٢٠١٧مېلادي کال په تعديل شوي قانون کې يې د کانديدانو د لوړې له متن څخه د ختم نبوت جمله ليرې کړې ده.
مظاهره چيان وايي، دا مقدساتو ته سپکاوى شوى، خو حکومت وايي چې دا فقره بېرته اصلاح شوې ده.