د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۲۴

روسیې ته د امریکا د ولسمشر نوی خبرداری


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین

په الاسکا کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره له لیدنې یوه اونۍ وروسته، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپل ګواښ بیا تازه کړ او د جمعې په ورځ یې وویل، که په راتلونکو دوو اونیو کې په اوکراین کې د سوله ییز حل په برخه کې پرمختګ ونه شي نو پر روسیې به بندیزونه ولګوي.

د امریکا ولسمشر په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، دا به یوه ډیره مهمه پریکړه وي، که دا د روسیې پر وړاندې پراخ بندیزونه وي یا پراخې تعرفې، یا دواړه، یا به موږ هیڅ ونه کړو او به وایو چې دا ستاسو جګړه ده.

ټرمپ د جمعې په ورځ دا هم وویل چې هغه په دې اونۍ کې په اوکراین کې د امریکا په یوې فابریکې باندې د روسیې له برید څخه ناراضه دی، چې اور پکې ولګید او د دې فابریکې یوشمیر کارکوونکي ټپيان شول. ټرمپ څرګنده کړه چې نه د دې فابریکي په ویشتو خوښ دی او نه هم په اوکراین د جګړې ادامې ته خوشاله دی.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د دوشنبې په ورځ وویل چې د امریکا او روسیې د مشرانو د اګست د پنځلسمې تر غونډې وروسته ، د روسیې چلند وښوده چې مسکو په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د سولې د تړون په اړه د خبرو اترو نیت نه لري او مسکو د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د لیدنې د مخنیوي لپاره هرڅه کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي دي چې د داسې غونډې اجنډا چمتو نه ده.

لاوروف د جمعې په ورځ دا هم وویل چې په اوکراین کې د اروپایي ځواکونو هیڅ راز موجودیت د منلو نه دی او که څوک داسې هڅه کوي دا د اوکراین په خاوره کې بهرنۍ مداخله ده.

لاوروف تر دې یوه ورځ مخکې ویلي و چې په اوکراین کې د امنیت په اړه بحث له روسیې پرته نه شي کیدای.

د اوکراین د پارلمان غړي اندري ژوپانین دازادې اروپا د ازادي راډیو اوکرایني څانګې ته وویل چې د کرملین لخوا لویدیځو هیوادونو ته د ګډون اجازه نه ورکول ښیې چې مسکو په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو په لټه کې نه دی.

د اوکراین هوايي ځواک دا راپور هم ورکړ چې روسیې په دې وروستیو کې د اوکراین په بیلابیلو برخو کې ۵۷۴ ډرونونه او ۴۰ توغندي ویشتي دي، چې ملکي تلفات لري او د استوګنې سیمو او زیربناوو ته یې د پام وړ زیان اړولی دی.

XS
SM
MD
LG