د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۱۴

په اسلام اباد کې د یوه اسلامپال ګوند د غړو اعتراضونه لا هم دوام لري


Operation Against Tehreek-e-Labaik
Operation Against Tehreek-e-Labaik

نن یکشنبه د ۱۳۹۶ لمریز کال د لیندۍ ۵ مه دوهمه ورځ ده چې د پاکستان د یوه اسلامپال ګوند فعالان د پلازمېنې اسلام اباد په لمنو کې له پولیسو سره نښتې کوي.

نن د یکشنې په سهار د معترضانو د هغه کمپ مخې ته چې د تحریک لبیک یا رسول الله ګوند فعالانو تحصن پکې کړی، له سویو موټرسایکلونو او موټرو څخه لوګي پورته کېده.

حکومت یوه ورځ مخکې له پوځ څخه غوښتنه کړې وه چې د نظم د اعادې په برخه کې اقدام وکړي، خو نن سهار که څه هم پولیسو او ملېشه ځواکونو د اسلام اباد او راولپنډۍ ترمنځ په فیض اباد سیمه کې دا کمپ محاصره کړی، خو د پاکستان د پوځ سرتېري نه لیدل کېدل.

د رسنیو د راپورونو له مخې، په پرونیو نښتو کې لږترلږه ۶ کسان هغه مهال ووژل شول چې څو زره پولیس او ملېشه ځواکونو هڅه وکړه چې تحصن کوونکي خواره کړي او څه باندې ۱۲۵ اعتراض کوونکي او د امنیتي ځواکونو ۸۰ سرتېري ټپیان شول.

د نښتو پرمهال، اعتراض کوونکو موټرو ته اور ورته کړ او بیا له هغه کمپ څخه ووتل چې له نېږدې دوو اونیو راهیسې پکې ځای پر ځای شوي دي.

دې اعتراض کوونکو چې د تندلارو مذهبي ګوندونو فعالان دي، له دوو اونیو راهیسې له راولپنډۍ سره چې د پوځ مرکز ګڼل کېږي، د اسلام اباد لویه لاره بنده کړې ده.

د لبیک یا رسول الله د ګوند فعالان غوښتنه کوي چې د پاکستان د قانون وزیر دې د وکیلانو د لوړې په متن کې د بدلون له امله، له خپلې دندې استعفا وکړي.

دوی ادعا کوي چې له دې متن څخه پر ختم نبوت د باور ټکی ایستل شوی او غوښتنه کوي چې په دې مسئله کې تورنو کسانو ته دې جزا ورکړل شي.

خو حکومت وايي چې د لوړې په متن کې دا تېروتنه یې سمه کړې او له اعتراض کوونکو غواړي چې اعتراضونه پای ته ورسوي.

XS
SM
MD
LG