د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۲

صالح محمد صالح: د ولسمشر نوی فرمان، په امنیتي چارو کې مداخله ده


د افغانستان د ولسي جرګې د داخلي امنیت کمېسیون یو شمېر غړي په امنیتي او دفاعي چارو کې د اصلاحاتو په برخه کې د دولت د وزیر په اړه د ولسمشر نوی فرمان په امنیتي چارو کې مداخله ګڼي.

دوی یاد نوی فرمان، یوه نوې ستونزه یادوي وايي چې حکومت دغه پُست له ځینو انتقادونو څخه د خلاصون په هدف رامنځته کړی دی.

د یاد کمېسیون یوه غړي صالح محمد صالح د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د دغه پُست په رامځته کولو سره امنیتي چارواکي خپل صلاحیت له لاسه ورکوي او شتون‌یې معنی نه‌لري.

نوموړي دغه اقدام په امنیتي سکټور کې د حکومت مداخله وګڼله ویې‌ویل چې د موازي ادارو په رامنځته کولو سره د ستونزو او فساد لمن پراخېږي‎.

صالح: د موازي ادارو رامنځته کولو سره د ستونزو او فساد لمن پراخېږي.
صالح: د موازي ادارو رامنځته کولو سره د ستونزو او فساد لمن پراخېږي.

ښاغلی صالح زیاتوي:

"که نوموړی وکولای شي چې دا ټولې چارې سمبال کړي نو باید د دفاع او کورنیو چارو وزیران کورونو ته ولېږل شي، ځکه که دا کسان مسؤلیت ولري او صلاحیت ونه‌لري نو شتون‌یې هم په یادو وزارتونو کې کومه معنی نه‌ورکوي، زما په اند دا په امنیتي سکټور کې یو بل لوی جنجال دی، دا یوه ډول مداخله ده او سمون نه‌شي راوستلی."

نوموړی وايي، که چېرې ښاغلي امرالله صالح په امنیتي برخه کې وړتیا درلوده د بل موازي پُست د رامنځته کولو لپاره اړتیا نه‌وه، حکومت کولای شول چې دی د ملي دفاع یا کورنیو چارو د وزیر او یا هم د ملي امنیت د رئیس په توګه نوماند کړي.

دغه څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یو نوي فرمان له مخې د ملي امنیت پخوانی رئیس امرالله صالح په امنیتي او دفاعي چارو کې د اصلاحاتو په برخه کې د دولت د وزیر او د لوړپوړو افسرانو پر ګمارنې د څار بورډ د رئیس په توګه ټاکل شوی دی.

دغه اندېښنې په داسې حال کې دي چې د افغانستان اجرائیه ریاست وايي، دغه پُست د امنیتي ادارو تر منځ د همغږۍ د پراختیا او امنیتي وضعیت د ښېګنې په هدف رامنځته شوی دی.

جاوید فیصل.
جاوید فیصل.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل وویل:

"افغان حکومت هڅه کوي چې د امنیتي ادارو تر منځ همغږي ښه شي او یادې ادارې خلکو او د دوی اړتیاوو ته ښه ځواب ویونکې وي، نو ځکه په دې سره به همغږي ښه شي او دغه شان به په امنیتي او دفاعي ادارو کې لازم اصلاحات رامنځته او امنیت به مو ښه شي."

ښاغلی فیصل په داسې حال کې د امنیتي ادارو تر منځ د همغږۍ د پراختیا د هڅو خبره کوي چې په افغانستان کې کله هم امنیتي وضعیت ننګول شوی د افغان امنیتي ادارو تر منځ د نه‌همغږۍ په اړه انتقادونه شوي دي.

په ورته وخت کې بیا د امنیتي چارو یو شمېر کارپوهان وايي چې امنیتي ستونزې په ټیټ پوړو کې دي او د دغه نوي پُست رامنځته کول به پر امنیتي وضعیت هېڅ کوم مثبت اغېز پرې نه‌باسي.

اسحاق اتمر.
اسحاق اتمر.

د چارو کارپوه اسحق اتمر یې په اړه وویل:

"دا یو چل دی، وضعیت د یو کس په انتصاب سره نه‌شي ښه کېدلای، زموږ امنیتي ستونزه په ټیټ پوړو کې ده، د دولت رهبري ډکه ده خو ستنې یې نازکې او ماتېدونکې دي."

د ولسي جرګې د داخلي امنیت کمېسیون یو شمېر غړي او د چارو کارپوهان وايي چې امنیتي ارګانونه بنسټیزو اصلاحاتو ته اړتیا لري او د یاد پُست رامنځته کول د دغو ادارو د ښېګڼې او تر منځ‌يې د همغږي د پراخولي په برخه کې مؤثریت نه‌لري.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG