د امریکا د بهرنيو چارو وزارت هغه اسناد غير محرم اعلان کړي چې وايي په خوست کې د امريکا د استخباراتي ادارې پر کارکوونکو د ۲۰۰۹م کال د حملې تر شا ښايي د پاکستان د استخباراتي ادارې آی اېس آی لاس وي.
د فارن پالېسي مجلې د راپور له مخې، دغه اسناد د ۲۰۰۹م کال د ډسمبر مياشتې د دېرشمې نېټې له حملو دوې اوونۍ وروسته ترتيب شوي وو.
اسناد د حقاني شبکې د عملياتي کارکوونکو او د پاکستان د استخباراتي ادارې د ناپېژاندو کارکوونکو تر منځ د يوې ليدنې په اړه راپور ورکوي.
د اسنادو له مخې چې په چهارشنبې خپاره شول، پر حقاني شبکه شک و چې له آی ايس آی سره به يې په اسلام آباد کې مياشتنۍ غونډې کولې او آی اېس آی د دغو غونډو پر مهال حقاني شبکې ته د نامعلومو عملیاتو لپاره ناڅرګنده اندازه پيسې ورکړې وې.
د پاکستان د آی اېس آی له خوا د خوست د حملې تمويل نه دی تاييد شوی او اسناد يادونه کوي چې يوازې د معلوماتو لپاره دي او څېړل شوي استخباراتي راپورونه نه دي.
د افغانستان پاکستان او سیمې د سیاسي چارو کارپوه محمد تقي وايي، د حقاني شبکې او آی اېس ای تر منځ اړيکې يوه څرګنده خبره ده نو په دې کې د شک ځای نه شته.
ښاغلی تقي زیاتوي:
"حقانيان د اسلام آباد شا او خوا دېر وو. هلته يې جرګې مرکې کولې. ماته داسي معلومات شته چې د کرمې په اړه یوه جرګه وه او ابراهيم حقاني او خليل حقاني په کې ناست وو او دا د دغو اسنادو له جوړېدو وروسته د ۲۰۱۱م کال شا او خوا خبره ده. په هغې غونډه کې د پاکستان پوځي او ملکي چارواکي وو. د کرمې یوه پخواني د قامي اسامبلۍ غړي ماته وويل چې په دغې غونډه کې د پاکستان د هغه وخت د کورنيو چارو وزير رحمان ملک هم حضور درلود."
د امریکا د ملي امنيت د ادارې له خوا په نورو خپرو شويو اسنادو کې ويل شوي چې اسلام آباد افغان سخت دريځو ته مالي مرستې ورکوي.
ښاغلی تقي وايي، د دې لپاره چې د آی اېس آی د داسې فعالیتونو مخه ونیول شي، امریکا بايد پر پاکستان اقتصادي فشار راولي چې د ترورېستو ډلو تمويل بند کړي او امريکا باید پر خپله بهرنۍ پالېسۍ له سره غور وکړي.
په ورته وخت کې پاکستان له امریکا څخه ملياردونه ډالر بشري او نظامي مرستې ترلاسه کړي دي. په دې وروستيو کې د امریکا د ولسمشر بارک اوباما ادارې پر پاکستان اته اېف شپاړس «F-16» جېټ الوتکې وپلورلې.
د جيټ الوتکو د پلورلو د موافقې پر ضد په امریکا کې د کانګرېس يو شمېر ډموکراټ او جمهوري غوښتونکو غړو انتقاد وکړ او هڅه يې وکړه چې د دغه خرڅلاو مخه ونيسي خو د اوباما ادارې د دغو الوتکو د خرڅلاو د موافقې ملاتړ وکړ چې ګواکي پاکستان دغه الوتکې د ترورېستانو پر ضد په جګړه کې کاروي.
په دې اړه چې امریکا پر دې هر څه سربېره ولې پاکستان ته دومره مرستې ورکوي؟ ښاغلی تقي وايي، د سي آی اې او امریکا د دفاع وزارت دريځ د بهرنيو چارو د وزارت له دريځ سره لږ توپير لري ځکه چې امريکايي ډپلوماټان ډېری وختونه د پاکستان پر خبرو اعتبار کوي چې ګواکي د افغانستان له لارې ورته د هندوستان له لاسه خطر پېښ دی.
ښاغلی تقي زیاتوي:
"د امریکا د بهرنيو چارو پر وزارت يوه لويه پوښتنه پورته کېږي چې تاسو دا اسناد استوئ، او پوهېږئ چې دا پر امريکايي ځواکونو حمله ده د امریکا پر خلکو حمله ده او د امریکا پر ګټو حمله ده، يوازې پر افغانانو حمله نه ده، نو بیا هم تاسې بيا بيا واياست چې له پاکستان سره ګوزاره وکړئ. ولې؟ دوی خلکو ته دا خبرداری ورکوي چې پاکستان اټمي وسلې لري او هغه به وکاروي. زما په فکر دا د امریکا د بهرنيو چارو د وزارت کمزوري ده چې له ۲۰۰۹م او ۲۰۱۰م کال راهيسې دوی ته دا خبره معلومه ده او دوه درې کاله وروسته يې حقاني شبکه په تور لېست کې شامله کړه."
ښاغلی تقي وایي چې له تېرو ۱۴ کلونو راهيسې افغان حکومت په دې کې پاتې راغلی چې په افغانستان کې دننه د پاکستان د آی اېس آی د داسې فعاليتونو پر ضد خپل دريځ روښانه کړي.
دی وايي افغانان هم بايد د ډپلوماټيکو لارو په دې اړه خپل غږ پورته کړي او خپل جدي دريځ وړاندې کړي ځکه چې ډېری افغانان د حقاني شبکې د حملو قربانيان دي.