امریکايي چارواکي د پاکستاني طالبانو مشر حکیم الله محسود چې د تېرې جمعې په ورځ د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو؛ په ۲۰۰۹ کال کې په خوست کې د CIA د جګپوړو افسرانو د وژنې په پلان کې دخیل بولي.
حکیم الله محسود له ۲۰۰۹ کال راهیسې د امریکا تر تعقیب لاندې و او نوموړی یې پر امریکايي ځواکونو د بريد د پلان په خاطر له څو کلونو راپه دې خوا تورن پېژنده.
د ۲۰۱۰ کال په اګست میاشت کې د امریکا فدرال حکومت وروسته له هغه د نوموړي د نیولو حکم ورکړ چې؛ دی یې په بهر کې د یوه امریکايي د وژنې د دسیسې په جوړولو تورن کړ.
د امریکا د تحقیقاتو د فدرال ادارې یا FBI د تعقیب لاندې کسانو د فهرست له مخې د ۲۰۰۹ کال د ډسمبر په دېرشمه د افغانستان په خوست ولایت کې د امریکايي ځواکونو پر یوه عملیاتي مرکز حملې اوه امریکايي اتباع ووژل او شپږ ټپیان کړل.
حکیم الله محسود د جمعې په ورځ د امریکا د بې پیلوټه الوتکو په یوه حمله کې ووژل شو. له دې وروسته پاکستان پر امریکا تور ولګاوه چې؛ غواړي په دې هېواد کې د حکومت له وسله والو مخالفینو سره چې محسود یې مشر و؛ د سولې روانې خبرې عمداً زیانمنې کړي.
له دې پېښې څو ورځې مخکې د پاکستان صدراعظم نوازشریف د امریکا له ولسمشر بارک اوباما څخه د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو د بندېدو غوښتنه وکړه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه مقام وویل؛ د پاکستان لپاره دا یوه کورنۍ مساله وه. دې مقام په یوه بیان کې وویل، له دې مسایلو هاخوا امریکا او پاکستان به بیاهم د افراطیت په ختمولو کې خپلو مهمو ګډو ستراتیژیکو ګټو ته دوام ورکړي څو سیمې ته سوکالي، ثبات او سوله راولي.
دې امریکايي مقام همداراز وویل، پاکستاني طالبانو د ۲۰۱۰ کال د مې په لومړۍ نېټه د نیویارک په ټایمزچوک کې د ناکامې بمي حملې مسوولیت هم منلی و. ده زیاته کړه چې، د پاکستاني طالبانو تحریک له القاعده سره نژدې اړیکي لري او القاعده د افغانستان، پاکستان په ګډ سرحد کې د دوی له مرکزونو کار اخلي.
دا مقام همداراز وايي چې د دې دوو ډلو نژدېتوب او د دوی خصلت ته په پام سره د پاکستاني طالبانو تحریک د القاعده شبکې د ضریب په توګه عمل کوي.
د یادشوي مقام په وینا متحدوایالاتو د پاکستاني طالبانو تحریک ته؛ په پاکستان کې دننه او په امریکا او اروپا کې د حملو د ژمنو په خاطر د یوې بهرنۍ تروریستي ډلې لقب ورکړ.