د امريکا د متحده ايالاتو د استخباراتي ادارې CIA پخوانى مشر جنرال مايکل هايډن وايي، د القاعده شبکې د غړيو په ګډون ډېرى وسله وال طالبان د پاکستان پر قبايلي سيمو سربېره ددې هېواد په يو شمېر ښارونو کې پټ دي.
مايکل هائيډن په دې وروستيو کې د ډيورنډ کرښې ته څېرمه د شمالي وزيرستان په قبايلي سيمه کې د پاکستاني حکومت د پوځي عملياتو هرکلى کړى، خو ددې ترڅنګ يې دا خبردارى هم ورکړ، چې که چيرې د پاکستان په ښاري سيمو کې د القاعدې او وسله والو طالبانو پرخلاف عمليات ونه شي، د شمالي وزيرستان پوځي عمليات به ښې نتيجې ونه لري.
د پاکستان د "ډان" خبري اژانس د راپور له مخې، د امريکا د استخبآراتي ادارې پخواني مشر دا څرګندونې د شنبې په ورځ د امريکا د متحده ايالاتو په واشنګټن ښار کې کړي.
مايکل هايډن دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د پاکستان پوځ د روان کال د جون له ١٥مې نېټې راهيسې په شمالي وزيرستان کې پراخ پوځي عمليات پيل کړي، چې تر دې دمه پکې د سلګونو کورنيو او بهرنيو وسله والو د وژلو ادعا کوي.
هايډن په سيمه کې د ترورېزم د مخنيوي او ختمولو لپاره د پاکستان، افغانستان او امريکا ګډه همکاري مهمه بولي او وايي، درېواړه هېوادونه بآيد شريکې هڅې وکړي، څو په سيمه کې د ترورېستانو خوندي مرکزونه له منځه يوړل شي.
د شمالي وزيرستان په ګډوړن د ډيورنډ کرښې ته څېرمه د پاکستان پر خوا په يو شمېر نورو قبايليو سيمو د القاعدې او حقاني شبکې او د بهرنيو وسله والو په ګډون د پاکستاني طالبانو ګڼ شمېر روزنيز مرکزونه او پټنځايونه موجود دي، چې له دې ځايه په افغانستان او پاکستان دواړو کې ترورېستي فعاليتونه کوي.
جنرال هائيډن همداراز په سيمه کې د مريکا پر دوامدار موجوديت ټينګار کوي او وايي:
"زما په اند په سيمه کې د امريکايي ځواکونو موجوديت، د امريکا، افغانستان او پاکستان درېواړو لپاره مهم او ګټور دي."
د يادونې وړ ده، چې پاکستانيو ځواکونو په دې وروستيو کې په شمالي وزيرستان کې د پوځي عملياتو پر مهال بيا بيا ويلي، چې دا عمليات يې له کوم امتياز و توپير پرته پيل کړي او د هغو وسله والو په ګډون چې په پاکستان کې ترورېستي بريدونه کوي، پکې د القاعدې او حقاني شبکې غړي هم نښه کېږي او تر دې دمه د کورنيو او بهرنيو جنګياليو په ګډون د سلګونو وسله والو د وژلو ادعا کوي،
خو ځايي او خپلواکو سرچينو لا تر دې دمه د پاکستاني پوځ د ادعا پخلى نه دى کړى، ځکه چې دوى شمالي وزيرستان ته ژورنالېستان او ځايي خلک نه ورپرېږدي.
راپور: ذبيح شفق