رويټرز خبري اژانس ليکلي چې د سعودي عرب وليعهد محمد بن سلمان د جي ۲۰ هېوادونو په غونډه کې د خپل تقریر پر وخت اعلان وکړ چې هغه دهلېز به هند له اروپا سره د اورګاډي د پټليو او سمندري بندرونو له لارې ونښلوي.
د سېپټېمبر په نهمه د مراکش د کورنیو چارو وزارت ویلي چې په زلزله کې لږ تر لږه ۲۹۶ کسان وژل شوې دي او ۱۵۳ نور ژوبل کسان یې روغتونونو ته رسولې دي. یاد وزارت لیکلي چې زیاتره مرګ ژوبله په ښارونو او کلیو کې مخې ته راغلې ده.
د امریکا د عدلیې وزارت د اګست پر ۲۵ پر خپله ووبپاڼه لیکلي چې د عدالتي اسنادو له مخې، ۳۱ کلن محمد مسعود په پاکستان کې د طب ډاکټر وو او پخوا یې د مېنېسوټا ایالت په راچسټر ښار کې په یو کلېنېک کې د څېړنو د همغږي کوونکي په توګه کار کاوه او په امریکا کې په کاري ویزه اوسېده.
دا تر هغې وروسته ده چې د روسیې د بیړنیو چارو وزارت وویل چې د واګنر ملېشې یوه شخصي جېټ الوتکه چې پکې د عملې درې غړو په ګډون ۱۰ کسان سپاره ول د اګست پر ۲۳مه د توېر سیمې په کوژېنکینو کې پرېوتې ده. الوتکه له مسکو څخه سېنټ پیټرزبرګ ته روانه وه چې د پېښې ښکار شوه.
کرېملېن او د روسیې د دفاع وزارت لا په پېښه کې د پرېګوژېن مړینه نه ده تایید کړې خو پر ټېلېګرام له واګنر ملېشې سره تړلي یو چینل ویلي دي چې هغه وژل شوی دی.
کورېلا د خپل وروستي سفر په اړه ویلي دي چې هلته ورسره د امریکا د ملګرو هېوادونو چارواکو د وضعیت په اړه او د ګواښونو مخنیوي په برخه کې معلومات ورکړل.
سیستان بلوچستان، چې پکې په تېرو څو میاشتو کې د حکومت خلاف احتجاجونه وشو، له پاکستان او افغانستان سره پوله لري. هلته جیش العدل او ځينې نورې وسلوالې ډلې فعالې دي.
د اقلیمي یا اب و هوا بدلون چارو لپاره د امریکا ځانګړی استازی جان کېري د جولای له ۱۶مې څخه تر ۱۹مې پورې په بیجنګ کې له خپل چینايي سیال شي ژېنهوا سره غږېږي.
یو نوی راپور ښيي، چې په افغانستان کې د نظامي ماموریت د پای په اړه د امریکا د مخکېني ولسمشر ډونالډ ټرمپ او اوسني ولسمشر بایډن پرېکړو د افغانستان د مخکېني دولت د دوام پر وړاندې بدې پایلې لرلې.
پوتین په هغه وینا کې چې نن (د جون پر ۲۴مه) په ژوندۍ بڼه پر ټېلېویژن خپرېده د واګنر شرکت اقدامات له «وسلوال بغاوت» سره تشبېه کړل او ویې ویل د وضعیت د ثبات لپاره به ځانګړي اقدامات وکړي.
په خرطوم کې د امریکا سفارت وايي، دواړو خواوو موافقه کړې ده چې د جون له ۱۸مې څخه د پیلېدونکي اوربند پر مهال به له "ممنوعه خوځښتونو، بریدونو، د جنګي او بې پیلوټه الوتکو له کارولو، د توپونو له بریدونو، د پوستو له پیاوړي کولو یا ورته د سرتېرو له استولو ډډه کوي."
د ایالت عمومي سکرتر پردیپ جینا رسنيو ته وېلي دي چې د جون پر دویېمه ناوخته په بالاسور سیمه کې یو ریل ګاډی له پټلۍ لویدلی او پر نېږدې پټلي له روان بل هغې سره جنګیدلی دی
نور وښیئ