د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوتین د پرېګوژېن له کورنۍ سره خواخوږي څرګنده کړې ده


روسیه کې خلکو د پرېګوژېن (کیڼې خوا ته) او د واګنر ملېشې بل مهم مشر دېمېتري اوتکین انځورونو مخې ته ګلان ایښي دي - د اګست ۲۴مې انځور.
روسیه کې خلکو د پرېګوژېن (کیڼې خوا ته) او د واګنر ملېشې بل مهم مشر دېمېتري اوتکین انځورونو مخې ته ګلان ایښي دي - د اګست ۲۴مې انځور.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په لومړۍ ځل د هغې الوتکې د لوېدو خونړۍ پېښې په اړه د واګنر ملېشې د مشر اېوګېني پرېګوژېن له کورنۍ سره غمشریکي کړې ده چې ګومان کېږي چې هغه هم پکې سپور وو.

ولسمشر پوتین د اګست پر ۲۴مه د غمرازۍ تر څنګ د واګنر ملېشې د مشر په اړه دا هم ویلي چې هغه یو وړتیا لرونکی کس وو خو ځینې "جدي تېروتنې" یې کړې وې.

ولسمشر پوتین د اګست پر ۲۳مه د هغې الوتکې لوېدل یو غمیزه وبلله خو مشخصاً یې دا څرګنده نه کړه چې ایا پرېګوژېن هم پکې سپور وو او که نه.

پوتین البته وویل، "زه د ټولو مړو شویو کسانو له کورنيو سره له زړه غمرازي کوم."

دا تر هغې وروسته ده چې د روسیې د بیړنیو چارو وزارت وویل چې د واګنر ملېشې یوه شخصي جېټ الوتکه چې پکې د عملې درې غړو په ګډون ۱۰ کسان سپاره ول د اګست پر ۲۳مه د توېر سیمې په کوژېنکینو کې پرېوتې ده. الوتکه له مسکو څخه سېنټ پیټرزبرګ ته روانه وه چې د پېښې ښکار شوه.

د پرېګوژېن نوم هم د مساپرو په نوملړ کې شامل وو خو تر اوسه روښانه نه ده چې ایا نوموړی هم په الوتکه کې ناست وو او که نه؟

د روسیې د بېړنیو چارو وزارت په بیان کې ویلي ول چې د لومړنیو راپورونو له مخې، په الوتکه کې سپاره ټول کسان مړه شوي دي.

د فلایټراډار۲۴ په نوم د پروازونو د څار ووبپاڼه ښيي چې د برازیل جوړه اېمبرایر ۶۰۰ الوتکه چې له واګنر سره ثبت شوې، د اګست ۲۳مې پر ماښام له راډاره ورکه شوه.

پرېګوژېن د اواکراین په جګړه کې د رول لوبولو په سر یو مهم شخصیت شو خو په جون کې یې د بغاوت هڅې په کولو کرېملېن لړزولی وو د ملېشې غړي یې د مسکو پر لوري خوځېدلي ول.

چارواکو لا د الوتکې د پرېوتو لامل په اړه تبصره نه ده کړې خو د روسیې د هوايي ټرانسپورټ وفاقي یا فېډرالي ادارې (روساوېیاڅیا) ویلي دي چې د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي.

ګرې زون چینل پر ټېلېګرام دا انځور خپور کړی دی چې پکې د واګنر ډلې پرېوتې الوتکه ښکاري چې ورباندې لمبې بلې دي - د اګست ۲۳مې انځور.
ګرې زون چینل پر ټېلېګرام دا انځور خپور کړی دی چې پکې د واګنر ډلې پرېوتې الوتکه ښکاري چې ورباندې لمبې بلې دي - د اګست ۲۳مې انځور.

د هوایي چلند ادارې د هوایي ډګر په حواله وویل چې د پرېګوژېن تر څنګ د واګنر بل مهم قوماندان دېمېتري اوتکین هم د الوتکې د اووه مساپرانو په نوملړ (لېسټ) کې شامل وو.

د هوايي چلند ادارې ویلي، په الوتکه کې دوه پیلوټان او د الوتکې یو ساتونکی هم سپاره ول.

هغه مهال د روسیې حکومت د پرېګوژېن مړینه نه وه تایید کړې خو پر ټېلېګرام له واګنر ملېشې سره تړلي یو چینل ویلي ول چې "هغه وژل شوی" دی.

ګرې زون چینل، پرېګوژېن یو "اتل او وطنپال" بللی او ویلي یې ول چې نوموړی د "ناپېژندلیو کسانو" او "د روسیې غدارانو په لاس وژل شوی" دی.

د روسیې د هوايي چلند ادارې ویلي دي چې د روساوېیاڅیا یو کمېشن د پېښې په ځای کې پلټنې کوي او ټول معلومات او شواهد غونډوي.

پرېګوژېن څوک وو؟

پرېګوژېن چې د ولسمشر ولادیمیر پوتین نېږدې ملګری وو، د هغه د واکمنۍ په وړاندې یې د جون پر ۲۴ د لنډمهاله وسلوال پاڅون مشري وکړه چې په ترڅ کې یې د واګنر ولسوالو د هېواد جنوبي ښار روستوف ان دان ونیوه.

نوموړي هغه مهال د پوتین پرضد هېڅ نه ول ویلي خو د روسیې د دفاع وزیر او د پوځ مشر یې په نومونو یاد کړي ول او ویلي یې ول چې د ملېشې غړي یې د درغلۍ پرضد مسکو ته ځي.

د واګنر یوشمېر غړي د مسکو پر لوري روان ول او له پلازمېنې څخه ۲۰۰ کېلومیټره لیرې تم شول.

د هغه وسلوال پاڅون پر مهال د روسیې یوه پوځي الوتکه ویشتل شوې وه او په ټولیز ډول د روسیې د هوايي ځواک ۱۳ غړي ووژل شول.

دا د پوتین د دوو لسیزو واکمنۍ پر مهال د هغه پر وړاندې تر ټولو جدي ننګونه وه.

پرېګوژېن هغه مهال نه وو نیول شوی خو پوتین د هغه اقدام "له شا څخه د چړې ګوزار" منلی وو او ویلي یې ول چې "غداران به هرومرو" سزا ویني.

XS
SM
MD
LG