د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا او سعودي عرب وايي سوډان کې ۷۲ ساعته اوربند شوی دی


په خرطوم کې تر جګړې وروسته له یوشمېر ودانیو لوګي خېژي - د مې لومړۍ نېټې انځور.
په خرطوم کې تر جګړې وروسته له یوشمېر ودانیو لوګي خېژي - د مې لومړۍ نېټې انځور.

امریکا او سعودي عرب وايي، د سوډان په جګړه کې ښکېلې خواووې پر ۷۲ ساعته اوربند کولو سلا شوې دي.

په خرطوم کې د امریکا سفارت وايي، دواړو خواوو موافقه کړې ده چې د جون له ۱۸مې څخه د پیلېدونکي اوربند پر مهال به له "ممنوعه خوځښتونو، بریدونو، د جنګي او بې پیلوټه الوتکو له کارولو، د توپونو له بریدونو، د پوستو له پیاوړي کولو یا ورته د سرتېرو له استولو ډډه کوي."

سفارت داراز ویلي دي چې دواړه لوري پر دې هم سلا شوي چې د اوربند پر مهال به پر یو بل د پوځي برلاسیتوب له ترلاسه کولو هم ډډه کوي.

په بیان کې راغلي دي چې د جګړې خواوو موافقه کړې ده چې په ټول هېواد کې به بې له خنډه د خلکو تګ راتګ او د بشري مرستو د رسولو اجازه ورکوي.

دواړه هېوادونه په سوډان کې د جګړې د ښکېلو خواوو ترمینځ د مینځګړو کردار ترسره کوي.

دا پرمختګ پر داسې مهال شوی دی چې د جون پر ۱۰مه هم په سوډان کې ۲۴ ساعته اوربند شوی وو چې له ختمېدو سره سم یې په هېواد کې نښتې بیا پیل شوې.

په سوډان کې نښتې د اپرېل پر ۱۵مه تر هغه وروسته پیل شوې چې د پخوانۍ پرېکړې له مخې د سوډان پوځ د چټک ملاتړ ځواک (ریپېډ سپورټ فورس) په نوم د نیمه پوځي ملېشې له ځان سره د شاملولو بهیر پیل کړ خو هغې ملېشې له دې کاره انکار وکړ او د پوځ پرضد یې جګړه پیل کړه.

د سوډان د پوځ مشر او واکمن عبدالفتاح البرهان او د چټک ملاتړ ځواک مشر محمد حمدان دقلو دی.

په ۲۰۲۱ز کال کې په سوډان کې تر پوځي کودتا وروسته پرېکړه شوې وه چې وسلوالې ډلې او ملېشې به په پوځ ورګډېږي او بیا به واک ولسي چارواکو ته سپارل کېږي.

رسنۍ وايي، په هغو نښتو کې سلګونه کسان وژل شوي او ژوبل دي او ملګرو ملتونو په وروستیو کې په بیا بیا پر دواړو غاړو د نه ماتېدونکي اوربند کولو غږ کړی دی.

د جرمني خبري اژانس د ملګرو ملتونو په حواله وايي چې په سوډان کې د جګړې له کبله تر ۲۲ لکه زیات خلک بې کوره شوي دي.

د هغه سازمان بېلابېلو ادارو د جون پر ۱۶مه وویل چې په هغه هېواد کې شاوخوا ۲۵ مېلیونه وګړي بشري مرستو ته سخته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو په وینا، په سوډان کې څلور مېلیونه ماشومان او حامله یا واړه بچي لرونکې ښځې د خوارځواکۍ ښکار دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) د جون پر ۱۴مه وویل، د سوډان، اوکراین او افغانستان وضعیتونو له کبله په نړۍ کې د کډوالو شمېر د ۱۱۰ مېلیونه بېساري کچ ته لوړ شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG