د مشال تر رڼا لاندې خپرونه کې مو د پېښور پر ارمي پبلک سکول د بريد شپږم تلين په اړه بحث کړی دی. د ۲۰۱۴ز کال د ډېسېمبر پر ۱۶مه پر ښوونځي په برید کې د زده کوونکو او استادانو په ګډون ۱۴۴ کسان وژل شوي ول. د حملې ذمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې وه. د پاکستان سپریم کورټ د پېښې پلټنې لپاره عدالتي کمېشن جوړ کړی وو چې د ۲۰۲۰ز کال په سېپټېمبر کې یې رپورټ خپور شو. په بحث کې تر برید شپږ کاله وروسته پر حالاتو او د اغېزمنو کورنیو پر دریځ او غوښتنو غږېدلي یو. په دې خپرونه کې د بشري حقونو فعال، وکيل او د پېښور ارمي پبلک سکول د برید ښکار شویو د ټولنې - شهدا فورم - مشر فضل خان اېډووکېټ، د دفاعي چارو پوه او پخوانی برېګېډییر سيد نذير او د پېښور پوهنتون د سياسياتو څانګې مشر پوهاند ډاکټر عبدالروف مېلمانه دي. خپرونه د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
د مشال تر رڼا لاندې
چار شنبه ۱۶ دسمبر ۲۰۲۰
د مخالفو ګوندونو اتحاد پاکستان ډموکراټيک موومنټ مشر مولانا فضل الرحمن د ډېسېمبر پر اتمه نېټه د اپوزيشن ګوندونو د اسمبلۍ ټولو غړيو ته ويلي چې د ډېسېمبر تر ۳۱مې پورې دې د خپل ګوند له مشرانو سره خپلې استعفاګانې جمع کړي. که اپوزيشن استعفا ورکړي نو دا به د عمران خان په مشرۍ حکومت بې ثباته کړای شي؟