د سدې محمد الیاس مشال راډيو ته وویل، دا ډېره د خپګان خبره ده چې په روغتون کې له اوږدې مودې راهیسې ښځه ډاکټره نشته
اشفاق احمد د قربانۍ لپاره ګډوري اخیتسی او بيا يې د اختر تر ورځې پورې پالنه کوله. خو چې د اختر قربانۍ پر ورځ يې له ډيرې مينې نه شوای حلالولای
پکتياوال وايي، په اخترونو کې يې دپخوا په څېر مزه نه ده پاتې، او په ډاډه زړه له ښاره لرې يوې خواته هم نه شي کولای سفر وکړي او مېلې وکړي.
پښتانه چې د نړۍ په هر ګوټ کې دي، ارزومند دي چې له خپل وطنه يې د جګړو ټغر ټول او خلک يې وکولای شي په سوله ييزه فضا کې اخترونه ولمانځي.
په جلال اباد الفلاح خصوصي پوهنتون کې د محصلينو په لاس د جوړو شويو افغاني توليداتو يو ورځينې نندارتون تر سره شو.
د پښتنو ملتپالو مشرانو جايزې د باچاخان لمسي او د خان عبدالوالي خان زوی او د عوامي نېشنل پارټي مشر اسفنديار ولي خان واخیستلې.
په خوست کې د ملي اردو او پولیسو د پوځي عملیاتو، تلاشیو او وسلوالو سره د نښو پرمهال له غیر مسوولو اشخاصو څخه نیول شوې وې، د ولایت په مقام کې د ډایاګ مسوولینو ته وسپارل شوې.
په ټولیز ډول د پولي په دواړو خواوو کې پښتون میشتې سیمې د ناامنیو شاهدې دي او د سیمو ځوانانو همت نه دی بایللی او د علم او کلتور په ګډون يې د ژوندانه په ټولو خواوو کې خپلې هڅې او کوښښونه روان ساتلي دي.
د پېښور په چارسده روډ له ګل بېلې سره نن د جمعې پر ورځ د سرکاري ملازمينو په يو بس کې د چاودني په نتيجه کې لږ تر لږ ۱۷کسان وژل شوي او تر ۴۳ زيات ژوبل شوي دي. د خېبر پښتونخوا ای جي ناصر درانی وايي، د لومړنیو راپورونو له مخې دا یو ریوټ کنټرول بمي چاودنه وه، د ده په خبر بم چې نژدې شپږ کلوګرامه وو، د بس له وروستۍ برخې سره لګول شوی وو او ریموټ کنټرول یې الوځولی دی.
د لاهور جامعه نعيميه مشر راغب حسين نعيمي وايي، دا تعليم ورکول په کار دی چې ماشومانو ته ښه او بد پيژندګلو وشي.
خوست موزیم کې له موږ سره یو شمیر سکې شته ،چې لرغونتوب يې باختري دورې ته رسیږي، یو کچکول راسره شته، چې په (۲۲۶ ) ه،ش کال کې جوړ شوی دی
د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې (د ښځو ستونزې او حل لارې) تر عنوان لاندې يو ورځينی کنفرانس د تيرې دوشنبې يا ګل په ورځ تر سره شو.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته