د پاکستان د پوځ د عامه خبرتیا ادارې (ای اېس پي ار) د سېپټېمبر پر ۱۳مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې د پوځ سرتېرو په همدې ورځ د وسلوالو پر ضد عملیات کول چې ځوابي برید پرې وشو.
دا مظاهره د سېپټېمبر پر ۱۲مه د سوات د کبل تحصیل په چوک کې وشوه چې ورته د سیمې مشرانو او سیاسي شخصیتونو وینا وې وکړې. په مظاهره کې سلګونو کسانو ګډون وکړو.
د پاکستان امنیتي ادارې ادعا کوي چې د اېف سي ځواک په ډزو وسلوالو ته هم تاوان رسېدلی دی خو دا چې څومره وسلوال وژل شوي دي؟ تر اوسه په دې اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.
پوځ په دې وروستیو کې د عملیاتو پر مهال وژل شوي کسان "خوارج او د هند لاس پوسي" بولي. خو بل پلو د هند حکومت په وار وار د پاکستان تورونه رد کړي دي.
پولیسو زیاته کړې چې د نامعلومو بریدګرو پرضد یې مقدمه درج کړې ده او د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي. د پېښې ذمه واري لا چا نه ده منلې.
د جعفر خان په وژنه د عوامي نیشنل ګوند مشرانو او په سوات کې د قامي جرګې مشرانو خواشیني ښکاره کړې ده.
له دې سيمې څخه خلک د سېپټېمبر پر شپږمه د محمد خېل لنډ سید اباد ته کډه شوي دي.
پولیس وايي دم ګړۍ ته همدومره معلومات ورسره دي او دا امکان هم شته چې د مرګ زوبلې شمېر زیات شي.
په سویلي وزیرستان کې هم زیات شمېر پی او ار کارډ لرونکي افغانان ژوند کوي. هلته د مېشتو افغان کډوالو یو مشر حاجي عبدالحنان د سېپټېمبر په پینځمه مشال راډیو ته وویل، "دا چې پاکستان زموږ زارۍ او عذرونه ونه منل نو کډوال وطن ته روان شول خو په انګور اډه سهولتونه نشته او خلک له ډېر ځنډ سره مخامخ کېږي."
نور وښیئ