په خیبر کې د پولیسو یوه چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط مشال راډیو ته ویلي دي چې خان ولي اپرېدی یې د نومبر په اتمه شپه نیولی دی.
د پښتون قامي عدالت په استازو کې شامل رضا محمد رضا د دسمبر پر شپږمه مشال راډیو ته وویل چې دوی ته تر پاړه چینار وړاندې په بګن او صده کې سني مشرانو مثبت پیغام ورکړی وو.
د جرګې استازي د ډېسېمبر پر پینځمه لومړی سدې ته ورغلل او هلته یې له ځايي ولسي مشرانو سره په سیمه کې پر دایمي اوربند خبرې وکړې. تر دې وروسته چې هغوی پاړه چینار ته ورسېدل نو ځايي خلکو او مشرانو یې دروند هرکلی وکړ.
کونډي د ډېسېمبر پر پینځمه غونډې ته په پرانیستونکې وینا کې وویل چې تر غونډې وروسته متفقه اعلامیه وفاقي حکومت ته استوي او د صوبايي اسمبلۍ استازي به یې د خیبر پښتونخوا حکومت سپاري.
د پاړه چینار یو مشر جلال حسین بنګښ د ډېسېمبر پر څلورمه مشال راډيو ته وويل چې د لارو بندېدو له امله نه يوازې په روغتونونو کې د دوایانو کمبوت دی بلکې ځايي ولس د خوراکي توکو او تېلو له کمښت سره هم مخامخ دی. هغه غوښتنه وکړه چې د کورمې شخړې دې ختمې او لارې دې پرانیستل شي.
د رپورټ ترمخه په وژل شویو کې ۶۸ امنیتي سرتېري شامل دي، چې دا د روان کال په یوه میاشت کې د امنیتي ځواکونو تر ټولو زیاته مرګژوبله ده.
نور وښیئ