د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه: شیعه مشرانو د پښتون قامي عدالت استازو ته د ډزبندۍ واک ورکړی دی


د پښتون قامي عدالت استازي په کورمه کې د خبرو اترو پر مهال - د ډېسېمبر پینځمې انځور.
د پښتون قامي عدالت استازي په کورمه کې د خبرو اترو پر مهال - د ډېسېمبر پینځمې انځور.

د کورمې په پاړه چینار کې شیعه مشرانو تر خبرو اترو وروسته د تلپاتې ډزبندۍ لپاره د پښتون قامي عدالت یا لویې جرګې استازو ته پوره واک ورکړی دی.

په سیمه کې د شیعه ګانو د ځايي تنظیم - انجمن حسینیه - مشر جلال حسین بنګش د دسمبر پر ۶مه جرګې ته په وینا کې وویل چې دوی په سیمه کې د امنیت بحالي لپاره تر هر حده تللو ته تیار دي.

ده وویل، " په کورمه کې د امن پرځای کولو لپاره که سني مشران د یوه کال ډزبندي غواړي، د دوو یې غواړي، موږ به د دې لپاره تر دوی دوه قدمه وړاندې اخلو."

د پښتون قامي عدالت په استازو کې شامل رضا محمد رضا د دسمبر پر شپږمه مشال راډیو ته وویل چې دوی ته تر پاړه چینار وړاندې په بګن او صده کې سني مشرانو مثبت پیغام ورکړی وو.

ده وویل، "یوې غاړې د ډ‌زبندۍ په اړه واک راکړی دی او بله به یې هم راکوي، زموږ باور دی. موږ دوی ته ویلي چې که لس زره خلک غواړي کې ۲۰ زره خلک غواړي، زموږ به یې دلته راولو او دوی به موږ ته واک راکوي او موږ به دلته تلپاتې ډزبندي کوو."

رضا محمد رضا زیاته کړه چې د مستقلې ډزبندي رامنځ ته کولو وروسته به داسې یو نظام جوړوي چې امن پر ځای وي او بیا داسې وینې ونه بهېږي.

ایا د کورمې جګړې فرقه ييزې دي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:53 0:00


دا له هغه وروسته ده چې د پښتون قامي جرګې استازو د کورمې په سده او پاړه چینار کې له سني او شیعه مشرانو سره د سیمې پر امنیت او دایمي اوربند خبرې کړې دي.

د هغې جرګې استازي په اکتوبر کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په کوربه توب د پاکستان د پښتون مېشتو سیمو د امنیت او نورو ستونزو د هواري لپاره د درې ورځنۍ پراخې جرګې پر مهال غوره شوي ول.

د پښتون قامي جرګې په دندو کې د "پښتنو قامي عدالت" په نوم د شوې ناستې د پرېکړو عملي کول او د پښتنو د لویو ستونزو د هواري لارې چارې لټول شامل دي.

د جرګې استازي د ډېسېمبر پر پینځمه لومړی سدې ته ورغلل او هلته یې له ځايي ولسي مشرانو سره په سیمه کې پر دایمي اوربند خبرې وکړې. تر دې وروسته چې هغوی پاړه چینار ته ورسېدل نو ځايي خلکو او مشرانو یې دروند هرکلی وکړ.

په پاړه چینار کې یو کس د پښتون قامي جرګې له استازو سره د ناستې پر مهال په لاس کې د امن غوښتو یوه لوحه نیولې - د ډېسېمبر پینځمې انځور.
په پاړه چینار کې یو کس د پښتون قامي جرګې له استازو سره د ناستې پر مهال په لاس کې د امن غوښتو یوه لوحه نیولې - د ډېسېمبر پینځمې انځور.

د ډېسېمبر پر لومړۍ نېټه د خیبر پښتونخوا د حکومت په مينځګړتوب په سیمه کې اوربند وشو، خو د ځايي خلکو په وینا، مهمې عمومي لارې لا هم نه دي خلاصې شوې.

دا تر هغه وروسته ده چې د نومبر پر ۲۱مه د کورمې په مندوريو او ډډ کمر کې د مساپرو د ګاډو پر يوه کاروان په بريد کې شاوخوا ۴۶ شیعه ګان او څلور سنیان ووژل شول. وروسته د شيعه او سني ډلو ترمينځ جګړه پيل شوه چې پکې د هغې پېښې په ګډون ټول ۱۲۴ کسان ووژل او شاوخوا ۲۰۰ نور ژوبل شول.

په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي. له دې پرته، د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د دیني رسوماتو پر سر اختلافات او یا هم د دیني مشرانو پر ضد ویناګانې هم د وسلوالو نښتو لامل کېږي.

په ۲۰۰۸ز کال کې په مري کې د اهل تشیع او سنیانو ترمینځ د امن موافقه شوې وه. په هغه تړون کې راغلي ول چې دواړه خواوې به د تګ راتګ ټولې لارې پرانیستې ساتي، د امنیت د خرابولو مخه به نیسي، بې کوره خلک به خپلو کلیو ته ستنېږي او د کاغذات مال په نوم د پخوانیو اسنادو او د پښتنو د دود پر اساس به د ځمکو لانجې هواروي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG