د خيبرپښتونخوا د بنو په جانيخېلو کې د پوځي بريدونو خلاف احتجاجي پرلت روان دی چې د دې کلي په يو بل کور د پاکستاني پوځ  په ډرون  بريد کې د يوې کورنۍ ۱۵ غړي ژوبل شوي دي.
بلخوا د ضلعي انتظامې یوه چارواکي مشال راډیو ته وویل چې په هېواد کې بېړنی حالت دی او  بايد خلک دې خپل احتجاجونه وځنډوي.