په رسمي ډول د ټرمپ تر ولسمشرېدو یوه ورځ مخکې هم کارکوونکو د واشنګټن په مرکز کې خاردار تارونه لګول او شاوخوا ۱۵ فوټه لوړ دېوالونه او د ګاډو پر مخ یې خنډونه ولاړول.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ نوماند ریکس ټيلرسن د امريکايي سېنېټ بهرنیو اړیکو کمېټۍ ته د روسيې. چين، اوکراين، داعش او اسلام په اړه خپل نظر څرګند کړی دی چې په لاندې انځور کې يې لوستلای شئ
امريکايي ولسمشر باراک اوباما د جنورۍ په لسمه د ولسمشر په توګه د مخه ښې وينا وکړه. د جنورۍ په شلم تاريخ به د هغه پر ځای، ډونلډ ټرمپ د امريکا د ۴۵ ولسمشر په توګه سوګند وکړي.
د امریکا ولسمشر باراک اوباما وايي هغه پر جمهوریت د ناسمو مالوماتو خورولو او انټرنیټي غلا اثرات دومره مهم نه وو ګڼلي.
په عین حال کې په کانګرس کې زیاتره کسان پر ټیلرسن له روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د نېږدو اړیکو ساتلو له کبله نیوکې کوي.
د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امريکا استخباراتو مرکزي ادارې [سي ای اې] پر هغو اټکلونو نیوکې کړې چې ګواکې روسیې د هېواد په ولسمشریزو ټاکنو کې لاسوهنه کړې ده.
ټرمپ چې په لومړي سر کې يې د لاریون کوونکو په اړه په غبرګون په هغوی نیوکه کړې وه او ویلي یې ول چې ((دا حرفه يي کسان د مطبوعاتو له لارې پارول شوي،)) وروسته یې خپلې خبرې واخیستې او هغوی یې وستایل.
ډونلډ ټرمپ د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ۲۷۹ انتخاباتي رایو (الېکټورل ووټس) په ګټلو د هغه هېواد ولسمشر وټاکل شو او ټاکل شوې چې د ۲۰۱۷ز کال د جنورۍ پر ۲۰مه لوړه وکړي. له ټرمپ سره سپینې ماڼۍ ته د هغه مرستیال مایک پېنس، مېرمن مېلانیا ټرمپ
په ایران کې خلک د ډونلډ ټرمپ انتخاباتي بریا په اړه بېلا بېل نظرونه لري. ځېنې یې د هغه افکار خوښوي خو ځېنې یې د اټومي توافق په اړه د هغه دریځ اندېښمن کړي دي. ځېنو ته د ټرمپ بریا صدمه رسولې ده. د اژانس فرانس پرېس ویډیو.
د ایران دولتي ټېلېوېژن د نومبر پر نهمه د روحاني په حواله په خپل خبر کې وویل چې نوموړي د کابینې غونډې ته ویلي چې اټومي توافق له یوه هېواد یا یوه حکومت سره نه دی لاسلیک شوی بلکې دا د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پرېکړه لیک له لارې منظور شوی دی.
د پنجشنبې پر ماسپښين د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد نفیس زکریا په اسلام اباد کې د امریکا ولسمشریزو انتخاباتو نتیجو په اړه د خبریالانو پوښتنو ځواب ورکولو پر وخت وویل، د پاکستان سیاسي مشرتابه نوي ټاکل شوي امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته مبارکي ورکړې
د رېپبلېکن ګوند له خوا د ولسمشرۍ نوماند ډونلډ ټرمپ انتخاباتي بریا پر ضد په زرګونه خلکو په نیویارک کې د نوموړي ودانۍ – ټرمپ ټاور – مخې ته مظاهره کړې. دوی وايي، غواړي ښکاره کړي چې د ټرمپ ټاکنې ضد دي. د رویټرز اژانس ویډیو.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته