دا اونۍ مو په مشال مرکه کې څيړنکار ارش الله خان مېلمه کړی دی. نوموړي په اسلام اباد کې د څيړنيزې اداري د سیمه ایزو مطالعاتو انسټیټیوټ کې مدير او څيړنکار په توګه کار کوی.
د دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د پېښور يو ځوان او پېژندلی سندرغاړی اصغر اقبال دی. د نوموړي پلرنی ټاټوبی کورمه دی، خو دی په پېښور کې زېږېدلی او هم هلته يې له بېلا بېلو استادانو موسيقي زده کړې ده. د نوموړي دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.
د دې اونۍ د مشال تر رڼا لاندې خپرونه مو په بلوچستان کې پر سکرو یا کویلې لېږدوونکو لاريو او کانکیندونکو د زیاتېدونکو حملو لاملونو او له دې امله رسېدلو مالي زیانونه ته ځانګړې کړې ده. بشپړ بحث وګورئ.
په داسې حال کې چې د پنجاب حکومت د لوګنجي لړې یا سموګ له کبله تر ۱۲ ټولګي پوری ټولی تعلیمي اداری تړلې دي، د خیبر پښتونخوا په ځينو برخو کې هم د دغې لړې د خلکو ژوند اغیزمن کړی دی.
دا اونۍ مو په مشال مرکه کې څېړنکار منصور خان مسيد مېلمه دی. نوموړی په اسلام اباد کې د فاټا ريسرچ سېنټر په نامه د څېړنيزې ادارې بنسټګر دی.
د دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه پېژندلی سندرغاړی زريالی صمدی دی.
د دې اوونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" کې پر دې بحث شوی دی چې د ډانلډ ټرمپ د ولسمشر منتخبېدل به له پاکستان او افغانستان سره د واشنګټن پر اړيکو څه اغېز وکړي. دلته یادونه کوو چې دا بحث د ټرمپ د بریا تر اعلان مخکې ثبت شوی وو. بشپړ بحث وګورئ.
په کورمه کې يو وار بیا د ناامنۍ پېښې زیاتې شوې دي. په دې وروستیو کې د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د شویو نښتو له کبله د دې سيمې زیاتره لارې تړل شوې وي. تر دې وړاندې هم په وار
په روغتیا او درملنه خپرونه کې نن پر انساني صحت د لوګجنې لړې او ککړې هوا د ناوړه اثراتو په اړه غږېدلي یو. په وروستیو کې په لاهور کې لوګی لرونکې لړه دومره زیاته شوې چې حکومت ښوونځي وتړل او خلکو ته یې د احتیاطي تدابیرو سپارښتنه وکړه. بشپړه خپرونه واورئ.
دا اونۍ مو په مشال مرکه کې سافټوېير انجینر حنیف الرحمن مېلمه کړی دی. نوموړی د دیر دی او د لندن اکسفورډ پوهنتون څخه يې په کمپيوټر انجینرنګ کې لوړي زده کړي ترلاسه کړی دی
د دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د خيبر پښتونخوا د چارسدې يو پېژندلی چترالی سيتار غږوونکی زين الله جان ملنګ دی.
د مشال راډیو په پاډکاسټ "نا ویلي خبرې" کې مو دا ځل پر ماشومانو د جنسي تشدد په اړه بحث کړی دی. پر دې هم غږېدلي یو چې په پاکستان، او په تېره په خیبر پښتونخوا کې، پر ماشومانو د جنسي تېریو د پېښو مخه ولې نه نیول کېږي او په دې لړ کې د ماشومانو پوهاوی څومره اړین دی. بشپړه خپرونه واورئ.
نور وښیئ