د غونډې بيا پيلولو پر وخت مرستيال ولسمشر مايک پنس وويل چې هغو کسانو ته چې زموږ د کانګرس په ودانۍ کې نن ګډوډی رامنځه ته کړي تاسي تاسو کاميابه نه شوی.
د امريکا منتخب ولسمشر جو بایډن او منتخبې مرستیالې ولسمشرې کاملا هيرېس د داسې ادارې د جوړولو ژمنې کړي چې د دوی په خبره پر نړیواله کچه به د امریکا ځای احیا کړي
د پاکستان وزیراعظم عمران خان د نومبر اوومې پر ماخوستن پر ټوېټر بایډن او هیرس ته مبارکي وکړې او ویلي یې دي چې له دواړو سره یو ځای د کار کولو په تمه دی.
ټرمپ له ماتې منلو انکار کړی او وايي، انتخاباتي بهیر لا پای ته نه دی رسېدلی او دا نتیجې به په عدالت کې چیلېنجوي. د نوموړي د کیمپېن ډلې وار له مخه په ځینو مهمو ایالتونو کې د ووټونو شمېر پر سر په عدالت کې غوښتنلیکونه دایر کړي.
د افغانستان دفاع وزارت مرستیال ډاډ ورکوي چې د امریکايي ځواکونو مرحله واره کمښت د جګړو په ډګرونو کوم اغېز نه دی کړی
پخوانی مرستیال ولسمشر جو بایډن چې د امریکايي رسنیو په وینا د نومبر د درېیمې ولسمشرۍ انتخابات یې ګټلي، وایي، یو داسې ولسمشر به وي چې خلک به سره جلا نه بلکه یو موټی کړي. بایډن د نومبر اوومې پر ماخوستن خپلو ملاتړیو ته وینا وکړه. اجمل اند د اسوشیېټېډ پرېس اژانس ویډیويي رپورټ پښتو کړی.
کاملا د خپل کاري ژوندانه په لومړیو کې یو مهال په سان فرانسېسکو کې د یوې ښاري ناحیې څارنواله او بیا د کیلېفورنیا لویه څارنواله وه چې وروسته د سېنېټرې په توګه غوره شوه. "کاملا" ټکی په سانسکرېت ژبه کې د شنه نیلوفرو یا کملو ګل ته وایي.
د امریکا رسنیو په پېنسلوېنیا کې د ډېموکراټ نوماند جوزف بایډن ګټونکی اعلان کړ چې ورسره سم به نوموړی د هغه هېواد راتلونکی ولسمشر وي. اوسني ولسمشر ډانلډ ټرمپ د نتیجو له منلو انکار کړی
د امریکا د ۲۰۲۰م کال صدراتي انتخاباتو کې جوبایډن ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته په یوه سخته سیالي کې ماتې ورکړه. هم دې سره د جوزف روبنیټ بایډن چې اکثره یې خلک د جو بایډن په نامه یادوي، د دېرشو کالو ارمان هم پوره شو.
په امریکا کې د ولسمشريزو انتخاباتو په لړ کې د اچول شويو ووټونو شمېرنه لا پوره شوې نه ده خو د رېپبليکن ګوند نوماند او د هېواد اوسني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د شواهدو وړاندې کولو پرته په انتخاباتو کې د بریا اعلان کړې
په امريکا کې د نومبر پر درېمه د ولسمشرۍ انتخاباتو کې خلکو رايي واچولي خو تراوسه کامياب کانديد نه دی اعلان شوی. د امريکا په ځينو مهمو رياستونو کې د رايو شمېرنه روانه ده. په عين حال کې ولسمشر ډنلډ ټرمپ او د هغه سيال جو بايډن تازه څرګندونې کړي. ويډيو: اسوشيیېټېډ پرېس اژانس
نور وښیئ