پامیر ساحل د مشال راډیو خبریال دی چې د سیمې پر امنیتي او سیاسي موضوعاتو رپورټونه جوړوي.
د پاکستان ډان ورځپاڼې او جیو نیوز ټېلېوېژن په اسلام اباد کې د سعودي عرب د سفارت د اطلاعاتو څانګې له خولې ویلي دي چې پولیسو د نبوي جومات پېښې په تړاو یوشمېر مشکوک کسان نیولي دي.
رویټرز خبري اژانس د مزارشریف د امنیه قوماندانۍ ویاند محمد اصف وزیري له خولې وايي چې د سړک غاړې بمي بریدونه د اهل تشیع پر ګاډو شوي دي چې ذمه واري یې داعش ډلې منلې.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وېنبېن وویل چې وزیراعظم شهباز شریف په اسلام اباد کې د چین سفارت ته ورغلی وو او هلته یې د چینايي وګړو د مړینې د غمرازۍ ترڅنګ ډاډ ورکړ چې حکومت یې د پېښې "پوره پلټنې" کوي.
ملګرو ملتونو، امریکا او پاکستان په افغانستان کې د پنجشنبې (زیارت) د ورځې د حملو غندنه کړې او پکې یې پر مرګ ژوبله خواشیني ښوولې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان تر ټولو لوی عدالت د سې شنبې پر ورځ ویلي ول چې هڅه کوي چې د اپرېل پر شپږمه خپله فیصله واوروي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سېرګې لاوروف هم د ترکیې په سفر دی چې هلته د مارچ پر ۱۰مه له خپل اوکرایني سیال دېمېترو کولېبا سره وویني.
دا په داسې حال کې ده چې د روسیې د کورنیو چارو وزارت او د احتجاج د څار یوې خپلواکې ادارې ویلي دي چې د هغه هېواد په یوشمېر ښارونو کې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له لوري بې له کومې پارونې پر اوکراین د حملې پرضد د مظاهرو پرمهال زرګونه کسان نیول شوي دي.
په همدې حال کې مسکو او کییف د اوکراین په هغو سیمو کې د بشري مرستو لپاره د دهلېزونو پر پرانیستو سلا شوي چې پکې سخته جګړه روانه ده. اخوا د ناټو اېتلاف د بهرنیو چارو وزیران په برسلز کې غونډه لري.
هلته د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین حکومت د سختو اقتصادي بندیزونو له وجې له زیاتېدونکي نړیوال یوازیتوب سره د مخاخېدو په حال کې دی.
مسکو د زېلېنسکي د څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو د فبرورۍ پر ۲۴مه ولسمشر ولادیمیر پوتین په اوکراین کې د "پوځي عملیاتو" اعلان وکړ او و یې ویل چې مقصد یې د "ولس محفوظ" ساتل دي.
روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین د فبرورۍ ۲۴مې پر سهار په اوکراین کې د "ځانګړو" عملیاتو اعلان وکړ چې خپل مخالف ګاونډی هېواد د ده په وینا، "بې وسلې" او له "ناڅیانو یا نازیانو پاک" کړي.
روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین د فبرورۍ پر ۲۴مه سهار وختي په اوکراین کې د "ځانګړو" عملیاتو اعلان وکړ چې خپل مخالف ګاونډی هېواد د ده په وینا، "بې وسلې" او له "ناڅیانو یا نازیانو پاک" کړي.
زهرا محمدي او مرسل عیار هغه فعالانې دي چې په وروستیو کې یې د کابل په احتجاجي مظاهرو کې ګډون کړی وو او د فبرورۍ پر دویمه او درېیمه لادرکه شوې.
د شام د بشري حقونو د څار ډله وايي، په عملیاتو کې لږترلږه ۱۳ کسان وژل شوي چې پکې د څلورو ماشومانو په ګډون اووه ولسي وګړي شامل دي. خو د پېنټاګان ویاند جان کېربي وویل د حملې پرمهال درې ولسي وګړي یعنې د القریشي ښځه او دوه ماشومان، وژل شوي دي.
عبدالخالق الوردي په ۲۰۲۱ز کال کې د مراکش د کم عمره ځوانانو د فوټبال لوبډلې روزونکی دی. الوردي معلول دی خو وايي، هوډ او له لوبې سره مینې دې مقام ته ورساوه. دی غواړي تر دې د لوړو سطحو د لوبډلو روزونکی شي خو د دې لپاره لا زیاتې تجربې او زده کړو ته اړتیا لري. د رویټرز اژانس ویډیويي رپورټ.
په پاکستان کې حکومت هر کال بودیجه جوړوي چې د جولای پر لومړۍ نېټه د مالي کال تر پیلېدو مخکې یې باید پارلېمان منظور کړي.
دا پرېکړه د افغانستان لپاره د پاکستان د وزارتونو د همغږۍ دفتر د جنورۍ پر شپږمه په یوه غونډه کې کړې چې مشري یې د قامي اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر کوله.
د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزير فواد چودري د سې شنبې (نهې) پر ورځ په اسلام اباد کې يوې خبرې غونډې ته وويل چې په مقدمه کې يې پر ګوند بې بنياده تورونه پورې شوي دي او دوی د ټولو پيسو حساب ورکولو ته حاضر دي.
د اسلام اباد غونډه پر داسې مهال وشوه چې د اګست په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې هغه هېواد د بشري بحران ښکار دی او د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په روان ژمي کې مېلیونونه افغانان د خوړو له کمښت سره مخامخ دي.
نور وښیئ