د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې د بارکان پېښې پرضد پرلت پای ته رسېدلی دی


د پرلت ګډونوالو ویلي وو چې پر سردار عبدالرحمان کېتراڼ د مقدمې تر دایرېدو او د مري د کورنۍ غړو کوټې ته تر لېږدولو پورې احتجاج نه ختموي - د فبرورۍ ۲۱مې انځور.
د پرلت ګډونوالو ویلي وو چې پر سردار عبدالرحمان کېتراڼ د مقدمې تر دایرېدو او د مري د کورنۍ غړو کوټې ته تر لېږدولو پورې احتجاج نه ختموي - د فبرورۍ ۲۱مې انځور.

د بلوچستان په مرکز کوټه کې د بارکان پېښې پرضد پیل شوی پرلت له هغه وروسته پای ته رسېدلی دی چې په یو ناقانونه شخصي زندان کې بند کسان خوشي کړل شو.

دا کسان له څلورو کالو په مبینه توګه د صوبايي وزیر سردار عبدالرحمان کیتراڼ په شخصي جیل کې بند وو چې د فبرورۍ پر ۲۴مه تر خوشي کېدو وروسته په کوټه کې خپلې کورنۍ ته سپارل شوي دي.

خان محمد مري او مظاهرچیان تور پورې کړی وو چې وژل شوي او هغه وخت لادرکه کسان له تېرو څو کلونو راهیسې د صوبايي وزیر سردار عبدالرحمان کېتراڼ په شخصي زندان کې بند ول.

خو سردار عبدالرحمان کېتراڼ تر نیول کېدو وړاندې د فبرورۍ پر ۲۱مه مشال راډیو ته وویل چي دا د ده خلاف یو لوی سازش دی او دی هغه تور په "کلکه" ردوي.

ده وویل، "چې کله هم د انتخاباتو وخت رانېږدې شي نو دا ډول بیانونه او تورونه زما پرضد پیل شي چې موخه يې زما بدنامول دي."

نوموړي زیاته کړه چې د دې پېښې باید پلټنې وشي او د تحقیقاتو پرمهال دی له حکومت او ادارو سره هر ډول کومک ته تیار دی.

د سیمې پولیس وايي د خان محمد مري ښځه او پنځه بچي د لیویز ځواک سرتېرو د دوکۍ، بارکان او ډېره بګټي پر پوله د پټو معلوماتو پر اساس تر چاپو وروسته راخوشي کړي دي.

پولیس وايي بازیاب شوي کسان به جوډیشل مجسټریټ ته وړاندې کېږي، د هغوی بیان به اخیستل کېږي او د ډين اېن اې نمونې به یې هم اخیستل کېږي.

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر ضیا الله لانګو خبریالانو ته وویل چې د بارکان پېښه یوه انساني مسله وه چې د اعلا وزیر په لارښوونو ورباندې په چټکه کارروايي وشوه.

خو نوموړي وویل چې تر څو پر سردار عبدالرحمان کیتراڼ تورونه ثابت شوي نه وي تر هغې څه کارروايي نه شي کېدای.

تر دې وړاندې د بلوچستان پوليسو په بارکان کې د درو کسانو د وژنې په تور د خوړو او د نفوسو بهبود چارو صوبايي وزير عبدالرحمان کېتراڼ نيولی وو.

د کوټې پوليسو د فبرورۍ ۲۲مې شپې مهال په بيان کې ويلي وو چې له صوبايي وزيره یې پلټنې پیل کړې دي.

دا پرمختګونه تر هغې وروسته شوي دي چې د فبرورۍ پر ۲۰مه بارکان ضلعې ته نېږدې له یو کوهي څخه د یوې مېرمنې په ګډون درې مړي وموندل شول. بارکان له مرکز کوټې شاوخوا ۵۰۰ کېلومیټره لیرې ختیځ لوري ته پرته ضلع ده.

د کوهلو ضلعې اوسېدونکي خان محمد مري د فبرورۍ پر ۲۱مه رسنیو ته ویلي چې وژل شوي د ده مېرمن او دوه زامن دي‌ چې محمد نواز او عبدالقادر نومېږي.

خو په داسې حال کې چې د نوموړي ښځه سرتېرو خوشې کړې، پولیسو ویلي دي چې د بارکان په پېښه کې یې تر مړینې وروسته د ښځې طبي معاینه کړې ده.

په کوټه کې د پولیسو ډاکترې عایشې فیض په بیان کې ویلي دي چې طبي معاینې ښوولې چې د وژل شوې عمر د ۱۷ او ۱۸ کلونو ترمینځ وو چې په سر درې مرمۍ ویشتل شوې وه.

نوموړې ویلي دي چې تر وژنې وروسته د هغې نجلۍ پر مخ او غاړه تېزاب اچول شوي چې هغه و نه پېژندل شي. تر اوسه معلومه نه ده چې هغه مړی د چا دی او پولیس وايي چې پلټنو ته یې دوام ورکړی دی.

د بلوچستان حکومت د بارکان پېښې پلټنو لپاره یوه پینځه کسیزه ډله جوړه کړې او ورڅخه یې په یوه میاشت کې دننه د رپورټ وړاندې کولو غوښتنه کړې.

XS
SM
MD
LG