د ښځو د کرکټ ۲۰ اووره نړیوال جام نیمه پایلوبو دوه نورې لوبډلې د پاکستان او بنګلادېش تر ماتې وروسته معلومې شوې.
د کرکټ نړیوالې شورا له لوري په جنوبي افریقا کې د ښځو د کرکټ د ۲۰ اووره نړیوال جام سیالۍ د نیمه پایلوبو پړاو ته داخلې شوې دي.
د فبرورۍ پر ۲۱مه انګلستان، پاکستان او کوربه جنوبي افریقا د بنګلادېش لوبډلې ته په ماتې ورکولو نیمه پایلوبو ته ووتل.
د اسټرالیا او هند لوبډلې وار له مخه نیمه پایلوبې ته وتلې دي او د فبرورۍ پر ۲۳مه سیالي لري.
د فبرورۍ پر ۲۱مه په کېپ ټاون کې په لومړۍ سیالۍ کې انګلستان بیټېنګ وکړ او په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې یې د پینځو لوبغاړو په سوځېدو ۲۱۳ منډې وکړې.
په ځواب کې د پاکستان لوبډلې په ۲۰ اوورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو ۹۹ منډې وکړای شوې او سیالي یې په ۱۱۴ منډو وبایلله.
تر دې وروسته بنګلادېشۍ لوبډلې د جنوبي افریقا پر وړاندې په ۲۰ اوورونو کې د شپږو وېکټو په زیان ۱۱۳ مڼډې وکړې خو کوربه لوبډلې په ۱۸م اوور کې بې له زیانه هدف پوره کړ او سیالي یې په ۱۰ وېکټو وګټله.
ټاکل شوې چې د فبرورۍ پر ۲۴مه جنوبي افریقا او انګلستان له یو بل سره په نیمه پایلوبه کې مخامخ شي.
د ښځو ۲۰ اووره نړیوال جام په سیالیو کې ۱۰ لوبډلو برخه واخیسته او ټاکل شوې چې نیمه پایلوبه یې د فبرورۍ پر ۲۶مه وشي.