پامیر ساحل د مشال راډیو خبریال دی چې د سیمې پر امنیتي او سیاسي موضوعاتو رپورټونه جوړوي.
د جون ۱۰مې پر مازیګر د مالي چارو وفاقي وزیر مفتاح اسماعیل په داسې حال کې بجټ وړاندې کړ چې د مخالفه ګوند پاکستان تحریک انصاف سیاستوالان په اسمبلۍ کې حاضر نه ول.
د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ پر ټوېټر لیکلي چې چاودنه د جون پر شپږمه مازیګر مهال د څلورمې حوزې اړوند سیمه کې شوې ده. د ده په خبره، چوونکي مواد په یوه بایسېکل کې ایښي ول.
په کابل کې د پاکستان سفارت دا بیان پر داسې وخت خپور کړی دی چې ډېری افغانان شکایت کوي چې د پاکستان ویزې په سختۍ ورکول کېږي او ګڼ محصلین او ناروغان له مشکلاتو سره مخامخ دي.
د پاکستان حکومت په سمدستي ډول د اوربند په اړه څه نه دي ویلي او په افغانستان کې د طالبانو حکومت هم پر دې موضوع بیان نه دی خپور کړی.
د مې پر ۲۶مه چې د اسمبلۍ مرستیال سپیکر سردار بابر خان موساخېل په غونډه کې د عدم اعتماد د تحریک وړاندې کولو غږ وکړ نو یوازې ۱۱ غړي یې په حق کې ودرېدل.
د روغتیا ادارې مشر ډاکتر وزیر خان ساپي د مې پر ۲۶مه مشال راډیو ته وویل، تازه پېښه په داسې حال کې ثبت شوې ده چې په هغه سیمه کې د ګوزڼ ناروغۍ واکسیني کیمپېن روان دی.
په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت وايي، د مزارشريف ښار په پینځمې، ۱۰مې او ۱۳مې حوزه کې درې چاودنې شوې دي چې پکې یوشمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د سعودي عرب حکومت د ۲۰۲۱ز کال په ډېسېمبر کې د یو کال لپاره د پاکستان په مرکزي بانک کې درې اربه ډالر ایښي ول او اسلام اباد ته یې د ۱،۲ اربه ډالرو تېلو د پیسو په ستنولو کې د یو کال رعایت ورکړی وو.
د طالبانو د حکومت د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ویلي دي چې چاودنه د ښار د پینځمې امنیتي حوزې په ایوب صابر جومات کې شوې.
د بشري حقونو خپلواک کمېشن دا بیان تر هغې وروسته خپور کړی چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله د اپرېل پر ۳۰مه وویل چې د مسجد نبوي د بې احترامۍ په تور به له دایرې شوې مقدمې سره سم د ککړو کسانو پروړاندې کارروايي کوي.
د پاکستان ډان ورځپاڼې او جیو نیوز ټېلېوېژن په اسلام اباد کې د سعودي عرب د سفارت د اطلاعاتو څانګې له خولې ویلي دي چې پولیسو د نبوي جومات پېښې په تړاو یوشمېر مشکوک کسان نیولي دي.
رویټرز خبري اژانس د مزارشریف د امنیه قوماندانۍ ویاند محمد اصف وزیري له خولې وايي چې د سړک غاړې بمي بریدونه د اهل تشیع پر ګاډو شوي دي چې ذمه واري یې داعش ډلې منلې.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وېنبېن وویل چې وزیراعظم شهباز شریف په اسلام اباد کې د چین سفارت ته ورغلی وو او هلته یې د چینايي وګړو د مړینې د غمرازۍ ترڅنګ ډاډ ورکړ چې حکومت یې د پېښې "پوره پلټنې" کوي.
ملګرو ملتونو، امریکا او پاکستان په افغانستان کې د پنجشنبې (زیارت) د ورځې د حملو غندنه کړې او پکې یې پر مرګ ژوبله خواشیني ښوولې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان تر ټولو لوی عدالت د سې شنبې پر ورځ ویلي ول چې هڅه کوي چې د اپرېل پر شپږمه خپله فیصله واوروي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سېرګې لاوروف هم د ترکیې په سفر دی چې هلته د مارچ پر ۱۰مه له خپل اوکرایني سیال دېمېترو کولېبا سره وویني.
دا په داسې حال کې ده چې د روسیې د کورنیو چارو وزارت او د احتجاج د څار یوې خپلواکې ادارې ویلي دي چې د هغه هېواد په یوشمېر ښارونو کې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له لوري بې له کومې پارونې پر اوکراین د حملې پرضد د مظاهرو پرمهال زرګونه کسان نیول شوي دي.
په همدې حال کې مسکو او کییف د اوکراین په هغو سیمو کې د بشري مرستو لپاره د دهلېزونو پر پرانیستو سلا شوي چې پکې سخته جګړه روانه ده. اخوا د ناټو اېتلاف د بهرنیو چارو وزیران په برسلز کې غونډه لري.
هلته د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین حکومت د سختو اقتصادي بندیزونو له وجې له زیاتېدونکي نړیوال یوازیتوب سره د مخاخېدو په حال کې دی.
نور وښیئ