نیاز علي په کراچۍ کې د مشال راډیو خبریال دی او هلته پر سیاسي، امنیتي او اقتصادي چارو رپورټونه جوړوي.
دا احتجاج په ځانګړې توګه د لادرکه شوي عارف بلوڅ او سراج نور لپاره د هغوي کورنیو او د لادرکه بلوڅانو لپاره مبارزه کوونکي سازمان - وایس فار بلوچ مسنګ پرسنز - په شریکه کړی وو چې په ګڼ شمېر د لادرکه کسانو د کورنيو غړو او مدني فعالانو پکې ګډون کړی وو.
د ټول پاکستان د مال وړونکیو ګاډو د اتحادیې مشرانو د ډېسېمبر پر ۳۰مه، په کراچۍ کې د احتجاج او وروسته یې د خبري غونډې پر مهال پر صوبايي حکومت غږ وکړ چې د دا ډول پېښو مخنیوی دې وکړي.
د کراچۍ پولیسو ویلي چې د ډېسېمبر پر ۲۹مه او ۳۰مه د ښار له مختلفو سیمو نه نور ۸۰ افغان کډوال په دې تور نیول شوي چې قانوني اسناد نه لري.
د کراچۍ پولیسو وويل چې عبدالخليل له وړاندې ناروغه وو او په زندان کې يې بيا ناروغينوره سخته شوې وه چې بیا د علاج لپاره روغتون ته وړل شوی وو.
پښتونخوا ملي عوامي ګوند د ډېسېمبر پر ۱۶ مه د پاکستان په یو شمېر سیمو کې د علي وزیر د خوشې کولو غوښتنې لپاره مظاهرې کړي دي. د ګوند مشر محمود خان اڅکزي په کوټه کې د احتجاجي جلسې پر مهال په وینا کې د سیند پیپلز ګوند باندې ږغ کړی چې د ۴۴۴ وژونکی (راو انوار) ازاد ګرځي خو علي وزیر تر اوسه بندي دی،
په کراچۍ کې د ټرانسپورټرانو د بېلابېلو ټولنو غړو او ډرېورانو په کراچۍ کې احتجاجي لاریون کړی دی او بیا یې د واکمن پیپلز ګوند مرکزي دفتر مخې ته پرلت وهلی دی. دوی د ډېسېمبر پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل، پینځه ورځې مخکې د سیند په کشمور کې غلو او ډاکوانو یو ډرېور عمران اپرېدی تښتولی.
د سیند پولیسو مشال راډيو ته ويلي چې هلته غيرقانوني خلک نه پرېږدي او بیرته یې خپلو هېوادونو ته لېږدوي. پولیسو داراز ویلي دي چې هغه کسان هم ګرفتاروي چې په جرمونو کې ککړ وي.
پولیسو مشال راډیو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې د ډېسېمبر پر اوومه یې حاجي صدیق خلجی، حافظ جلال الدین او سمیع الله ترین د بلوچستان په حب سیمه کې په یوه غونډه کې د ریاستي (دولتي) ادارو پر ضد د ویناګانو په تور نیولي دي.
د پښتو ژبې لیکوالو، پوهانو، شاعرانو او ګڼ شمېر خلکو د ډسمبر پر دویمه په هغه غونډه کې ګډون وکړ چې "پښتو ژبه او ادب په ۲۱مه پېړۍ کې" سر لیک ورکړل شوی وو. وینا والو د پښتو ژبې پر ادب او تاريخ ډيرې ژورې ويناګانې وکړې.
د کراچۍ د پولیسو یوه مشر فیصل بشیر د نومبر پر ۳۰مه په یوه بیان کې ويلي چې د نومبر پر ۲۷مه او ۳۰مه یې د ښار په اورنګي ټاون، پاکستان بازار، سایټ سیمه او حب کې ۱۲۳ افغانان ګرفتار کړي.
د ۲۰۲۲ز کال د فوټبال نړیوال جام سیالیو کتلو لپاره د کراچۍ په لیاري سيمه کې هر ماښام زرګونه خلک په یو میدان کې راغونډېږي او پر لوی سکرين په قطر کې روانې دا لوبې ګوري. د نومبر پر ۲۸مه په لياري کې د فوټبال په زرګونو مينه والو د برازیل او سويټزرلېنډ تر مينځ لوبه وکتل.
د کراچۍ بېلا بېلو سیاسي ګوندونو د سیند پر حکومت غږ کړی دی چې د کراچۍ د مرکزي ضلعې په مجاهد کالونۍ کې روان کړي دا عملیات په سم دستي توګه ودروي.
د پاکستان په کراچۍ ښار کې ګڼو نرښځیانو، د بشري حقونو مدافعینو او مدني فعالانو د "مورت مارچ" په نوم لاریون کړی دی. د نومبر ۲۰مې لاریون د هغو نرښځیو د یاد نړیوالې ورځې په مناسبت شوی دی چې د کرکې پر اساس وژل شوي دي. مورت مجسمې، انځور یا ظاهري بڼې ته ویل کېږي. ویډیويي رپورټ.
نور وښیئ