د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کراچۍ په زندان کې يو بل افغان وګړی مړ شوی دی


تر دې وړاندې د کراچۍ په یو زندان کې د اکتوبر پر ۲۶مه تاج محمد نومي افغان ګډوال مړ شوی و او بيا د هغه مړی ۲۴ ورځې وروسته افغانستان ته ولېږدول شو.
تر دې وړاندې د کراچۍ په یو زندان کې د اکتوبر پر ۲۶مه تاج محمد نومي افغان ګډوال مړ شوی و او بيا د هغه مړی ۲۴ ورځې وروسته افغانستان ته ولېږدول شو.

د پاکستان په کراچۍ کې د پولیسو له خوا نیول شوی افغان وګړی عبدالخلیل په زندان کې مړی شوی دی.

دا خبره په کراچۍ کې د نیول شویو افغانانو وکیلې ایډوکېټ منیزې کاکړې د ډېسېمبر په ۱۶ مه مشال راډیو ته وکړه.

نوموړې وویل چې پوليسو داکتوبر په ۳مه د کراچۍ له مومن اباد سېمې ۱۳۰ افغانان نيولي وو او په دوی کې عبدالخليل هم شامل وو چې د ډېسېمبر پر ۱۵ مه مړ شوی دی.

منیزې کاکړې زياته کړه چې د مړه شوي‌ عبدالخليل مېرمن پرې ګل بي بي هم په دې مقدمه کې لا په زندان کې بنده ده او عدالت د خاوند تر مرګ وروسته لا هم نده خوشي کړې.

د منیزې کاکړې په وینا، دوی ځکه په کراچۍ کې افغان کونسلګرۍ ته ويلي دي چې له افغانستانه دې د عبدالخليل خپلوان راوغواړي چې د هغه مړی خپل هيواد ته يوسي.

د حقونو فعالان: د سيند په جېلونو کې بند افغانان له کړاو سره مخامخ دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:50:01 0:00

د کراچۍ پولیسو وويل چې عبدالخليل له وړاندې ناروغه وو او په زندان کې يې بيا ناروغي‌نوره سخته شوې وه چې بیا د علاج لپاره روغتون ته وړل شوی وو.

په کراچۍ کې د افغانستان کونسلګرۍ استازي ګلدين مشال راډيو ته وويل چې د عبدالخليل مړی په چهيپا په سردخانه کې پورت دی او دوی د هغه جسد افغانستان ته دلېږدول لپاره قانونې کار پيل کړی دی.

ده وویل چې د جيل له چارواکو سره ېي د قانوني اسناد لپاره خبري روانې دي او جسد يې په يوغير سرکاري سردخانه چهيپا کې پروت دی.

دا دوېم افغان ګډوال دی چې د پوليسو لخوا تر نيول کېدو وروسته يې د کراچۍ په زندان کې سا وکړې ده.

تر دې وړاندې د کراچۍ په یو زندان کې د اکتوبر پر ۲۶مه تاج محمد نومي افغان ګډوال مړ شوی و او بيا د هغه مړی ۲۴ ورځې وروسته افغانستان ته ولېږدول شو.

په سيند کې ميشتافغان کډوال وايي چې په کراچۍ، حيدراباد او نورو سېمو کې د دوي د نيولو لړۍ لا هم روانه ده او پوليس قانوني ميشت افغانان هم نیسي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو هم په وار وار تور پورې کړی چې د سیند او په ځانګړې توګه د کراچۍ پولیس هلته په قانوني توګه مېشت افغان وګړي هم نیسي او ځوروي.

خو د سيند پوليسو بيا بيا دا تورونه رد کړي او وايي چې دوی يوازې هغه افغانان نيسي چې په پاکستان کې د اوسېدو لپاره قانونې اسناد نه لري.

د نيول شوو افغان ګډوالو د وکيلانو په وينا، په سيند کې په تېرو څلورو مياشتو کې تر دوه زره زیات افغان ګډوال نيول شوي دي.

د دوی په وینا، یوازې دا وخت په کراچۍ کې شاوخوا ۱۸ سوه افغانان په زندان کې بند دي او ډېر پکې هغه ناروغه کسانو هم دي‌ چې د علاج لپاره پاکستان ته راغلي وو.


په کراچۍ کې د قانوني کډوالو لپاره کار کوونکې غېر سرکاري اداره (شارپ) د ډېسېمبر په ۱۶ مه مشال راډيو ته وويل چې په سيند کې د قانوني ميشت افغان ګدوالو د نيولو پېښي زیاتې شوې دي.

د دوی په وینا، د نومبر په مياشت کې په نيول شوو افغانانو کې داسې شاوخوا ۲۲ هغه افغانان دي چې قانوني اسناد لري خو پوليسو ترې اسناد اخیستي دي.

یاده اداره وايي چې تر دې وړاندې د ۲۰۲۲م کال په اکتوبر مياشت کې په کراچۍ کې ۴۷ هغه افغانان هم نيول شوي ول چې قانوني اسناد يې لرل چې بیا وروسته دوی هغوی له پولیسو خوشي‌ کړي وو.

د دوی په وینا، په هغوی کې ۱۱ مېرمنې او ۱۰ ماشومان هم شامل وو.

په کراچۍ کې په دا وروستيو کې له نيول شویو افغانانو ځينو مشال راډيو ته وويل چې په افغانستان کې روزګار نشته نو ځکه پاکستان ته یوازې د روزګار يا د ناروغيو د علاج لپاره ورځي خو هلته نيول کېږي او په زندانونو کې اچول کېږي.

د ملګرو ملتونو د ګډوالو ادارې په وينا په پاکستان کې شاوخوا ۱۴ لاکه افغان ګډوال مېشت دي چې پکې نهه لاکه ثبت شوي خو له څلورو تر پینځو لاکه ناثبت شوي‌ دي.

XS
SM
MD
LG