د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سیند چارواکي: هغه کډوال نیسو چې ویزې یې ختمې دي


په نیولو شویو کډوالو کې ماشومان او تنکي ځوانان هم شامل دي: انځور له ارشیفه
په نیولو شویو کډوالو کې ماشومان او تنکي ځوانان هم شامل دي: انځور له ارشیفه

د سیند حکومت وايي، په صوبه کې د غیر قانوني افغان کډوالو پر ضد د دوی کارروایانې به دوام ولري.

د یادې صوبې د اطلاعاتو وزیر شرجیل مېمن د ډېسېمبر پر ۳۰مه په کراچۍ کې یوې خبري غونډې ته وویل چې څوک هم غیر قانوني کډوال وي، پر ضد به یې کارروايي کېږي. نوموړي وویل د چا چې ویزې ختمې شوي او قانوني اسناد نه لري، د نیولو حق یې لري. د هغه په خبره افغان ماشومان له هغو کورنیو سره نیول شوي دي چې قانوني اسناد نه لري نو ځکه په جیلونو کې بند دي او دا هر څه له عدالتي احکاماتو سره سم کوي.

د کراچۍ پولیسو ویلي چې د ډېسېمبر پر ۲۹مه او ۳۰مه د ښار له مختلفو سیمو نه نور ۸۰ افغان کډوال په دې تور نیول شوي چې قانوني اسناد نه لري.


د نیولو شویو افغان کډوالو وکیلي منیزه کاکړ مشال راډيو ته وویل، په دوی کې د ښځو او ماشومانو په ګډون داسې کسان هم شامل دي چې د کینسر مریضان دي یا یې په افغانستان کې ژوند ته ګواښ دی.

په سیند صوبه کې د ۲۰۲۲ کال له جولای میاشتې راهیسې افغان کډوال د قانوني اسنادو د نه لرلو په تور نیول کېږي. دا وخت د سیند په جیلونو کې تر ۱۲۰۰ زیات افغان کډوال د بند شپې تېروي.

بل پلو، ځيني افغان کډوال تور پورې کوي چې د مهاجرت اسناد هم لري خو د هغې باوجود هم د پولیسو لخوا نیول کېږي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له اعلان سر ه سم په دې هېواد کې د غیرقانوني کډوالو لپاره د بښنې طرحه د ډېسېمبر په ۳۱مه پای ته رسېږي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا‌الله پرون (د ډېسېمبر پر ۲۹مه) ناوخته په خپله ټویټرپاڼه لیکلي: "په دې سره به هغه کسان چې پاکستان کې له حده زیات اوسيږي، جریمه کېږي او د هغو کسانو نومونه به په تور لېسټ کې شاملېږي چې له یوه کال زیات په غیرقانوني توګه پاکستان کې اوسېدلي وي."

خو د پاکستان د کورنیو چارو وزیر دا نه‌ دي ویلي چې جریمه به څومره وي؟ او تر خوا یې هغه کسان چې په تور لېسټ کې اچول کېږي، برخلیک به یې څه وي؟

په عین حال کې د افغانستان پخواني ولسمشر حامدکرزي، د پاکستان په زندانونو کې د افغان کډوالو په ځانګړي ډول ښځو او ماشومانو وضعیت دردوونکی وباله.

نوموړي پرون (د ډېسېمبر ۳۰مه) په خپل رسمي ټویټر یو وار بیا د پاکستان له حکومته غوښتنه کړې چې له افغان کډوالو سره دې د بشري حقونو له نړیوالو قوانینو او اصولو سره سم چلند وکړي.

په افغانستان کې تېر کال په اګست کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته ګڼ افغانان پاکستان ته کډه شول چې یا خو د کار او یا هم د علاج لپاره هلته تللي دي.

د ۲۰۲۲ کال د جون په درېیمه د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان کمېشنرۍ رسمي شمېرو وښوده چې هلته نږدې یو اعشاریه درې میلیونه افغان کډوال مېشت دي، خو معلومه نه‌ده چې تازه پاکستان ته څومره نور افغانان په قانوني او یا هم غیرقانوني لاره کډه شوي دي؟

XS
SM
MD
LG