په خوست کې ډاکترانو د بې وزلو وړیا معاینې کړې دي
د خوست په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د حکومتي او ناحکومتي څانګو ډاکترانو او روغتیايي کارکوونکو د سلګونو ناروغانو وړیا معاینې او درملنه کړې ده. د مارچ پر ۱۴مه په یو ورځني روغتیايي کیمپ کې د ګڼو ناروغانو لابراتواري معاینې هم شوې دي. ځايي اوسېدونکو دا اقدام ستایلی او د نورو طبي مرستو غوښتنه یې کړې. د افغانستان د ډېریو ولایتونو په ولسوالیو کې د روغتیايي خدماتو کمښت دی او په ۲۰۲۱ز کال کې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې له هغه هېواد سره نړیوالې مرستې لا کمې شوې دي. نور په ویډیويي رپورټ کې.