منور شاه له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.
ساینسپوهه ریانه برناوي لومړۍ سعودي ښځه شوه چې د مې پر ۲۲مه نړیوال خلايي مرکز ته ورسېده. نوموړې وايي، دا سفر یې د سعودي عرب د حکومت په مرسته ممکن شوی دی. سعودي عرب په تېرو کلونو کې پر ښځو محدودیتونه کم کړي دي. د رویټرز اژانس له ویډیوګانو جوړ رپورټ.
د اوکراین سرحدي ځواکونو په تور سمندرګي کې د مې پر ۱۶ مه د دې لپاره خپله تیاري وکړه چې که نورو هېوادونو ته د غلو دانو پر سر یې له روسيې سره موافقه وشي نو دوی به یې امنیت ټینګوي.
عمران خان د مې پر نهمه په خپل ويډيويي بيان کې د پوځ مطبوعاتي اداره مخاطبه کړه او ويې ويل چې "يوازې د يوې ادارې عزت کول نه دی پکار، بلکې د قام د هر وګړي عزت کول پکار دی."
د عراقي صوفیانو ډله د خلکو جلبولو لپاره جالب کرتبونه کوي د عراق په موصل ښار کې دیوې ډلې مشران چې ځان صوفیان بولي، د خپلو پیروکارانو د بدن له بېلا بېلو برخو چاړه، توره او یا سیخ تېروي. که څه هم دیني عالمان د دې ډول حرکتونو تایید نه کوي او نه هم دا کرتبونه له اس
د سربیا پوځ د امنیتي تاکتیکونو، بېلا بېلو وسلو، پوځي ګاډو، هېلېکاپټرونو او جنګي الوتکو مشقونه (تمرينونه) کړي دي. د اپرېل پر ۲۲مه شوو دغو مشقونو کې، په ځانګړې توګه استخباراتي ادارې د ریاست مخالفه کسانو د نيولو مشق هم وکړ.
د بر کوهستان پولیسو د تیان په نوم پر چینايي وګړي پرضد د اپرېل پر ۱۷مه مقدمه دایره کړې ده چې پکې راغلي چې پر هغه تن د مذهب سپکاوي تور د اپرېل پر ۱۵مه پورې شوی وو.
په همدې حال کې د اپرېل پر۱۳مه د واکمن پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) مشرانو په اسلام اباد کې خبري غونډه کړې او د چيف جسټس جرګګۍ جوړول يې د قانوني اصولو او ضوابطو ضد اقدام وباله.
شمیهال له اسټن سره یوځای خبریالانو ته وویل چې هېواد به یې د مرستو لپاره په اتحاد کې د امریکا د شاملېدو او کییف ته د ټانکونو او نورو جنګي ګاډو د ورکړې پرېکړه وستايي خو اوکراین د روسیې پر وړاندې د ځوابي بریدونو بریالي کېدو لپاره په مرستو کې زیاتوالي ته اړتیا لري.
د اوکراین له خارکیف ښار څخه د جګړې له کبله ډالفین کبان او د هغوی روزنکې ډله رومانیې ته لېږدول شوې ده. هغوی هلته خلکو ته کرتبونه وړاندې کوي. د رومانیې روزونکي وايي له اوکراینيو روزونکو سره په خبرو کې مشکل لري خو ډالفین کبان د دواړو هېوادونو د روزونکو په اشارو پوهېږي
په خیبر پښتونخوا او پنجاب کې د صوبايي اسمبلیو د تحلیل کېدو څه د پاسه دوه نیمې میاشتې وشوې. د پاکستان ایین وايي چې د اسمبلیو د تحلیل کېدو وروسته په ۹۰ ورځو کې به د نوي حکومت لپاره انتخابات تر سره کېږي.
د فلسطین په غزه کې د ځوانانو یوه ډله په کوڅو کې ګرځي او په ترانو، حمدونو او نعتونو ویلو خلک پیشلمي ته بیداروي او وايي، هڅه کوي چې د اسراییلو د بندیز له کبله اغېزمن شوي خوشاله کړي. په هغه سیمه کې په پیشلمي کې د خلکو پاڅولو دود پخوانی دی. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
د سپريم کورټ د دوو قاضيانو د اختلافي ليک تر راتلو وروسته په پاکستان کې د عدليې د رول او اختياراتو په اړه نوي بحثونه پيل شوي دي.
د پسرلي په اوله ورځ د نوي کال یا د نوروز خوشالۍ د پاکستان د ځینو برخو تر څنګ په افغانستان، ایران او د منځنۍ ایشیاء په هېواودنو کې لمانځل کېږي خو د شام او عراق په کرد مېشتو سیمو کې بیا په دې ورځ ځانګړي مراسم ترسره کېږي چې پکې ښځې، ماشومان او سړي ګډون کوي.
د فلسطین د غزې تړانګې د خان یونس کیمپ کډوال وايي د اقتصادي ستونزو له کبله په خرګاډي کې ښوونځيو ته د بچیو استولو ته اړ شوي دي. خو د غزې تړانګې کډوال وايي، که حالات ډېر هم سخت وي، نه غواړي چې بچي یې له زده کړو بې برخې شي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
د چین شېنجیانګ (سینکیانګ) یوغور (اویغور) خپلواکه سیمې مسلمانان چې اکثر یې مالونه ساتي، د ژمي تر پیلېدو وړاندې یې تودو سیمو ته بیايي او د پسرلي له پیل سره سم خپل څاروي غرونو ته خېژوي. سږ کال هم غرونو ته د مالونو د خېژولو لړۍ پیل شوی چې پکې ورسره حکومت هم مرسته کوي. تفصیل د رویټرز اژانس په رپورټ کې.
پر واوره د ازادې یا فری سټایل ښویېدا لوبه خطرناکه بلل کېږي ځکه چې په دې کې وخت په وخت لوبغاړو ته مرګژوبله هم اوړي. خو پر دې سربېره یوشمېر ځوانان له دې لوبې خوند اخلي. په دې لوبه کې لوبغاړي پر یوه تخته د غره له یوې لویې برخې څخه لمن ته ښویېږي. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له لوري د نجونو او ښځو پر زده کړو او کار تر محدودیتونو وروسته لسګونه ښځو د قالینونو ووبدلو ته مخه کړې ده. د هرات په یوه کور کې د قالین بافۍ یوې وړې کارخانې ته داسې نجونه ورځي چې پخوا یې یا زده کړې کولې او یا یې حکومتي دندې لرلې. ویډیويي رپورټ.
د هندوانو په هولي اختر کې خلک پر یو بل رنګونه شیندي. دا اختر هر کال د پسرلي د پیل په ورځو او شپو کې لمانځل کېږي خو د اتر پردېش ولایت په برسانا ښار کې هولي تر ۱۰ ورځو پورې روانه وي او هلته د رنګونو شیندلو تر څنګ ښځې، سړي علامتاً په کوتکونو وهي او سړي په سپر ورڅخه ځان ساتي. دا چې دا کار ولې کېږي؟.
د مصر د ټولنیز پیوستون وزارت پاخه عمر لرونکو ته د لیک لوست ښوولو بهیر پیل کړی دی او وايي، په راتلونکو درو کلونو کې یو مېلیون کسان باسواده کوي. له همدې نوښت سره سم، د مصر په یوه وړوکي ښار کې یوې ۸۷ کلنې ښځې لیک لوست زده کړی دی. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
په عراق کې نجونو او ښځو ته د هغوی د ځواکمنولو لپاره د اسونو د ځغل روزنه ورکول کېږي. د عراق په دیوانیه سیمه کې د هغې لړۍ په لومړيو سياليو ښځو له سړیو سره سیالي کړې ده. د دې سیالۍ منتظیمین وايي چې په نېږدې راتلونکي کې به دا ډول دوه نورې سیالۍ هم کوي.
نور وښیئ