د سربيا پوځ د امنيتي تاکتيکونو او جنګي مهارتونو تمرينونه کړي
د سربیا پوځ د امنیتي تاکتیکونو، بېلا بېلو وسلو، پوځي ګاډو، هېلېکاپټرونو او جنګي الوتکو مشقونه (تمرينونه) کړي دي. د اپرېل پر ۲۲مه شوو دغو مشقونو کې، په ځانګړې توګه استخباراتي ادارې د ریاست مخالفه کسانو د نيولو مشق هم وکړ چې لېدو ته یې د سربیا د ولسمشر الېکساندر ووچیڅ تر څنګ د هنګري وزیراعظم ویکټر ووربان هم ورغلی وو.