منور شاه له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.
د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراین د روسیې د یرغل یو کال پوره شو. د یو کال په موده کې د دواړو خواوو زرګونه سرتېري وژل شوي، ګڼو ولسي وګړو ته هم مرګژوبله اوښتې او لکونه اوکراینیان بې کوره شوي دي. شنونکي وايي، که کییف له غربه نوي ټانکونه ترلاسه کړي نو د روسیو ځواکونو پر وړاندې د پام وړ پرمختګ کولای شي.
د عراق د تاریخي ښار بصرې په څنډه کې د زړو یا کباړي جامو د دې فیشني نندارې تابیا د چاپیریال لپاره کارکوونکو عراقي فعالانو او موسیقارانو کړې وه. تفصیل د اسوشيېټېډ پریس او رویټرز اژانسونو له ویډیوګانو جوړ رپورټ کې.
هغه ليک د برتانیا، جرمني، هسپانیا، اېټالیا، فرانسې، بېلجییم، ایرلينډ او نېدرلینډز په بېلابېلو ښارونو کې پاکستانیو سفارتخانو او کونسلګریو ته استول شوی.
د سوریې (شام) په پلازمېنه دمشق کې یوشمېر سینګارتونونه د مخ پوستکي ښه او ښایسته کولو لپاره یو ډول ژوی کاروي چې په مخ پورې نښلي او بیا د لاړو په څېر یو لعاب ورباندې پرېږدي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
د یمن په پلازمېنه صنعا کې یو کس د ځانګړې او دودیزې شیرې یا دلیې رستوران پرانیستی دی چې پکې بې وزله خلک خوراک کولای شي. د رستوران مالک وايي، هغه شیره د غنمو او وربشو له اوړو له پیاڅې یا د جوارو له اوړو جوړېږي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
د ترکيې په زلزله ځپلي ملاتیا ولایت کې د زلزلې په دویمه ورځ د واورې اورښت مرستندویه هلې ځلې ټکنۍ کړې دي. د دې سیمې خلک وايي د کورنۍ غړي یې تر ړنګو شویو ودانیو لاندې بند پاتې دي خو د لټون او ژغورلو لپاره یې نه حکومت اقدامات کوي او نه دوی ورته پرېږدي.
د فبرورۍ پر شپږمه سهار وختي د ترکیې او سوریې (شام) په یوشمېر برخو کې زورورې زلزلې سلګونه کسانو ته مرګژوبله اړولې ده. پر رېښتر پیمانه د زلزلې زور ۷.۸ ثبت شوی دی چې ګڼو ودانیو او بېخبنا ته یې زیان اړولی دی. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
په همدې حال کې د پاکستان پخواني وزیراعظم عمران خان ویلي دي چې دی په هېواد کې د "ترهګرۍ ذمه وار" نه دی. نوموړي د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه وویل په پاکستان کې حملې امنیت ته د پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) په مشرۍ د وفاقي اېتلافي حکومت د توجه نه ورکولو له وجې زیاتې شوې دي.
په یمن کې د ښځو لپاره په غشي د نښې ویشتنې سیالۍ پیل شوې او د دې لپاره نجونو ته د غشي ویشتنې روزنه ورکول کېږي. په یمن کې ښځې له ځينو قبایلي او دودیزو محدودیتونو سره مخامخ دي خو بیا هم کولای شي چې په غشي د نښې ویشتنې په سیالیو کې برخه واخلي. نور حال د رويټرز اژانس له ویډیو په جوړ رپورټ کې.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي سږکال د جنورۍ له ۱۰مې نیټې راهیسې په هغه هېواد کې د ژمي او سختې یخنۍ له مبله تر اوسه ۱۵۸ کسان مړه شوي دي. په افغانستان کې د سختې یخنۍ څپې هغه لسګونه زره افغانان تر ټولو زيات ځپلي چې د جنګونو له وجې لا هم د کډوالۍ ژوند کولو باندې مجبوره دي. .
د طالبانو د حکومت پولیسو په وروستیو کې د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د یوې کلا دننه د کوکنارو فصل تلف کړی دی. د طالبانو د حکومت پولیس وايي، د ودانۍ دننه یې د کوکنارو د فصل په اړه پټه اطلاع ترلاسه کړې وه چې سمدستي یې اقدام وکړ. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.
په وېتنام کې یو ډول چرګان خورا لویې، پراخه، غوښینې او رنګینې پښې لري. دوی ته د همدې له کبله ښاماري چرګان (ډریګن چېکن) ویل کېږي. د دې چرګانو بیه د نورو هغو پرتله لوړه وي او یوازې یې شتمن خلک اخیستای شي. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.
د خیبر پښتونخوا د ادمخېلو درې بازار نه یوازې په پاکستان بلکې په بهرنیو هېوادونو کې هم د وسلې جوړولو، مرمت او خرڅلاو لپاره نوم لري. په هم هغه بازار کې یو کس یو کتابتون پرانیستی دی چې ورته د زده کوونکو او د سیمې اوسېدونکو په ګډون د وسلو دوکاندارن هم ورځي. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.
د پېښور بورډ مشر نصرالله خان یوسفزي د جنورۍ پر ۱۲مه مشال راډیو ته وویل، د ازموینو د ارزونې نوی کمپیوټري نظام د هغو اصلاحاتو برخه ده چې له تېرو دوو کلونو راهیسې یې پیل کړې دي.
په اروپايي هېواد بلغاریا کې څه د پاسه شپږ لکه مسلمانان دي چې زیاتره یې په غرییزو سیمو کې اوسي او له پېړیو راهیسې یې خپل دودونه ژوندي ساتلي دي. دوی د پخواني شوروي اتحاد په کلونو کې ډېر مذهبي رسوم نه شو ادا کولای خو اوس یې دودیز ژوند ته دوام ورکړی دی چې پکې د ودونو ځانګړي رسمونه هم شامل دي.
که څه هم د هند په تامل ناډو کې د ګوړې ګاڼۍ د خیبر پښتونخوا او افغانستان هغو سره بینادي فرق نه لري خو د ګوړې پخولو کړی او اتره یې ډیر مختلف دي چې پکې د مزدورانو کار کم او اسان وي.
د چارسدې کروند ګر وايي، دوی اوس هم له پېړیو راهیسې پر زړو طریقو ګوړه جوړوي. د ګنو کرونده، ګاڼۍ او کاروبار تر ټولو زیات د خیبر پښتونخوا په چارسدې ضلعې کې کېږي. بلخوا په چارسده کې د ګوړې کاروباریان وايي، ګوړه یې د خیبر پښتونخوا او د پاکستان د بېلا بېلو سیمو.
نور وښیئ