منور شاه له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.
اسلامي نظریاتي کونسل تر سوري لاندې د اکتوبر پر شپږمه په اسلام اباد کې د پیغامِ پاکستان کانفرنس پر مهال د ټولو دیني مسلکونو او فرقو مشرانو د شلو نکاتو یو ضابطه اخلاق منظور کړ چې پکې ویل شوي، یو فرد یا ډله دا حق نه لري چې د چا خلاف د کفر فتوا جاري کړي.
د روغتيا نړیوالې ادارې (ډبليو اېچ او) اندېښنه ښودلې چې په راتلونکو میاشتو کې په اروپا کې د کورونا له کبله د مړيو شمېر زیاتېدای شي. بلخوا په نړۍ کې د کورونا وایرس ضد واکسینو جوړولو هلې ځلې په وروستيو پړاوونو کې دي.د مشال راډیو د خبر مرکزي څانګې ويډيويي راپور منورشاه وړاندې کوي.
د ایران د پلازمېنې تهران چارواکي وايي، په هغه ښار کې د کورونا وایرس ناروغۍ کووېډ-۱۹ تر ۱۰،۰۰۰ زیات کسان مړه کړي. د تهران دوکانداران وايي، وبا یې د روغتیا تر څنګ کاروبارونه هم خورا خراب کړي دي.
د خبر پاڼې په وینا پرونۍ غونډه کې پنځو واړو کمیټو د خپلمنځي همکارۍ زیاتولو لپاره د پورته کړل شویو اقداماتو یادونه وکړه.
د چارسدې تنګي تاڼې ایس ایچ او وايي، په دوو کسانو شک دی چې پکې يو نيول شوی او د دويېم د نيولو لپاره هلې ځلې روانې دي.
د افغانستان او پاکستان د تجارت د ګډې خونې یا جواینټ چېمبر اف کامرس مشرانو د پاکستان د هغه اعلان هرکلی کړی
د پاکستان د انساني حقونو وفاقي وزیرې شیرین مزاري د دغه هېواد د بهرنیو چارو پر وزارت نیوکه کړې چې د کشمیریانو لپاره په موثر غږ پورته کولو کې ناکامه دی.
د جولای پر ۳۰مه د حج د مناسکو په لړ کې د عرفې ورځ ده. دا ځل د کورونا وایرس وبا له وجې د سعودي عرب حکومت د حاجیانو شمېر خورا زیات کم کړی دی
د انسان روغتیا لپاره ورزش ډېر مهم دی خو مسلمانانې ښځې زیاتره د ورزش لپاره ځانګړي یونه نه لري چې له کبله یې دوی په سمه توګه ورزش نه کوي.
د ارمینا او ازبایجان ترمنځ له تېرو پنځو ورځو راهیسې سرحدي نښتې دوام لري چې پکې تر نن (جولای ۱۶مې) پورې د دواړو خواوو لږ تر لږه ۱۶ کسان وژل شوي.
د نړۍ لسګونه ساینسپوهان وايي امکان شته چې کورونا وایرس په هوا کې هم پاتې شي او خپور شي. د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او)ویلي، د ساینسپوهانو د دې دعوې پلټنې کوي.
د جولايي په پنځمه په پاکستان کې د جنرل ضیا الحق د مارشل لا د نفاذ ۴۳ کاله پوره شول. نوموړي په ۱۹۸۸م کال کې تر مرګه پورې د پوځ مشري او د هېواد واکمني په خپلو لاسو کې ساتلې وه.
د خیبرپښتونخوا او افغانستان په غریيزو سیمو کې خلک له پیړیو راهیسې د سیندونو په ذریعه لرګي له یو ځایه بل ته وړي. همدغه ډول د روس په سایبېریا کې هم پر جديد سامانونو او ګاډو سربېره د یو دریاب لارې لرګي وړل کېږي.
نړیوال بینک له پاکستانه د خپلو قرضونو اخیستل د روان کال تر پایه ځنډولي دي. د جون په ۱۹ مه د ياد بینک په ویبپاڼه خپرو شویو معلوماتو ترمخه پاکستان ته د ۲.۴۱ اربه ډالرو قرضونو اخیستل په دې مقصد ځنډول کېږي چې دا هېواد د کورونا وبا سره د مبارزې لپاره زیات مالي وسایل ولري.
مولانا حسین احمد زیاتوي چې زیاتره مدرسې احتیاطي تدابیر عملي کولی شي ځکه چې د ده په وینا د دې لپاره ډېر زیات وسایلو ته اړتیا نشته.
د کورونا وبا له کبله ژوند د نورو برخو په څېر سپورټس یا لوبې هم متاثره شوي خو د نویو حالاتو سره سم د جدید ټیکنالوژۍ په استعمالولو بیا د لوبو میدانونه ابادېږي.
د اټلي د نورو برخو په څېر په وینس ښار کې هم له تېرو دوو میاشتو راهیسې ټولبند وو چې له کبله یې دغلته روزګارونو ته زیان رسېدلی خو اوسېدونکي یې وايي چې د ټولبند له کبله په دې ښار کې الودګي ډېره کمه شوې ده البته اوس دوی د سېلانیانو په انتظار دي.
په خیبر پښتونخوا کې د نورو خلکو په څیر د مذهبي لږکیو خلک هم د کورونا وبا له کبله بې روزګاره شوي او د مالي مشکلاتو ښکار دي.
افریقايي هېواد سینیګال کې د مې تر ۱۱مې کورونا وایرس ۱۲۷۰ کسان ناروغه کړي او ۱۳یې مړه کړي دي. په داسې حال کې چې په دې هېواد کې د مسلمانانو اکثریت دی او د روژه ماتې لپاره په نانبایانو ډېره ګڼه جوړېږي،
د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره ټولبند کې نرمي روانه ده خو د صحت نړیواله اداره وايي، په دې کې د تندۍ پرځای یې ډېر احتیاط پکار دی. دا راز د دې وایرس ضد د ویکسینو جوړولو لپاره هلې ځلې هم روانې دي.
نور وښیئ