منور شاه له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.
د بېلاروس په پلازمېنه مېنسک کې د مې پر نهمه د دویمې نړیوالې جګړې د بریا په مناسبت پوځي پرېډ شوی. دا په داسې حال کې ده چې اروپايي هېوادونو او امریکا سږکال د بریا ورځې غونډې لغوه کړې. د مېنسک پرېډ ته زرګونه کسان ورغلي ول. نور په ویډیويي رپورټ کې.
د یوې خیریه ادارې رضاکار د کورونا وایرس له کبله تر ټولبند لاندې په ماسکو ښار کې وږي کډوال مړوي. دا په داسې حال کې ده چې په روس کې لکونه کډوال خواریکښ ګېر پاتې دي چې زیاتره یې د منځنۍ اسیا له هېوادونو ورغلي دي. اوس چې بې روزګاره شوي او د پروازونو د نشتوالي له کبله خپلو ملکونو ته نشي تللی. په دې هکله
که یوې خواته د کورونا وایرس د خورېدو مخنیوي لپاره په اقداماتو کې نرمي کېدونکې ده نو بلې خوا ته د دې وبا لوجې د ممکنه اقتصادي زیان د اثراتو کمولو هڅې روانې دي. دا راز نړیوال څیړونکي د کورونا وایرس ضد د ویکسینو او د کورونا ناروغۍ د علاج لپاره هم په هلو ځلو بوخت دي.
د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره ټولبند د نړۍ زیاتره خلک تنګ کړي خو د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې د کورني تشدد پېښې زیاتې شوې دي. په دې کې په ماسکو کې مېشت د کرغیزیستان د یوې کورنۍ ویډیو په ټولنیزو رسنیو ډېره خپره شو چې په ترڅ کې یې کرغېز چارواکو ګامونه پورته کړي دي.
د پاکستان د حکومتي امر سره سم، په هغه هېواد کې ټولې تعلیمي ادارې تړلې دي او د لویو ښارونو ځینو پوهنتونونو او کالجونو د زده کړو انلاین (پرلیکه) نظام پلی کړ.
د کورونا وایرس وبا مخنیوي لپاره د سعودي عرب د مکې او مدینې په لویو جوماتونو کې د روژې میاشت پر مهال هم پر باجماعت لمونځ بندیز دی. نور د اې اېف پي اژانس په ويډیو کې.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ یو فرمان لاسلیک کړی چې تر مخه یې دغه هېواد ته د کډوالو د ورتګ عمل د ۶۰ ورځو.لپاره په موقتي ډول ځنډولی دی.نوموړي په سپنه ماڼۍ کې یوې خبري غونډې ته وویل د دې فرمان مقصد یې د امریکايي وګړیو لپاره د روزګار موقعې خوندي کول دي.
د خېبر پښتونخوا نوښار ضلعې پولیس وايي د اپریل پر ۲۰ مه به هغه نهه کلن ماشوم عدالت ته وړاندې کوي چې د جنسي تېري تور پرې لګېدلی دی.
د ملګرو ملتونو مشر انتونیو ګوتېرش وايي، د کورونا وایرس وبا نه یوازې نړۍ له روغتیايي بحران سره مخامخ کړې بلکې دا پر نړیوال اقتصاد هم خورا لوی اغېز لري.
په ازبکستان کې یوه کورنۍ له شاوخوا یوې پېړۍ راهیسې له ځمکې پورته پر پړي د ګرځېدو ننداره ښيي. دوی په وړوکي عمر کې خپل بچي روزي او چل ورښيي. خلک د دوی ننداره ښيي. نور په ویډیويي رپورټ کې.
د خلکو څارنې لپاره ټېلېفون ټرېکنګ اېپ په جنوبي کوریا کې ښې نتیجې ورکړي خو په سپېن کې یې ځینې خلک اندیښمن کړي او دا ګني چې د دوی له ویرې او مایوسۍ به حکومت ناوړه ګټه پورته کړي. دا په داسې حال کې ده چې په مېډرډ کې څو اونیو وړاندې د دې باوجود په زرګونو خلک د ځو مارچ له راوتل،
د روس په سایبیریا سیمه کې هر کال د څپېړو مقابله کېږي، دا د طاقت ښودلو د مقابلو برخه وي چې پکې برخه اخیستونکی خپل سیال په پنځو څپېړو کې د غورځولو هڅه کوي. سږکال په دې مقابلو کې ۱۰ کسانو برخه واخیسته. دا رپورټ منورشاه برابر کړی دی.
په نړۍ کې د کورونا وایرس د ناروغانو شمېر په زیاتېدو دی او همدا راز له دې وایرسته د مړو شمېر هم ورځ په ورځ زیاتېږي خو تر اوسه د کورنا وایرس ویکسین نشته. ډاکټران وايي دا مهال خلک یوازې په احتیاطي تدابیرو ځانونه له دې وایرسه ژغورلی شي.
د جمعيت علمای اسلام (ف)مشر مولانا فضل الرحمن وايي د قبايلي سيمو سره زیاتی شوی او پر هغو وعدو عمل نه دی شوی چې په خېبر پښتونخوا کې د دې سيمو د شاملولو په وخت شوې وي.
په افغانستان کې له تېرو ۱۹ کلونو راهیسې هر کال یوې شپې له کلتوري او مدني فعالان په بامیانو کې د بودها مجسمو ته ورځي او غواړي چې د تاریخي او کلتوري اثارو احترام دې وشي. دغه مجسمې د ۲۰۰۱م کال په مارچ کې طالبانو تباه کړې وې.
د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته رسيدلی، کورونا وایرس په اړه په خلکو کې بېلا بېلو قېصې مشهورې شوې دي. د روغتیا نړیوالې ادارې په دې کې د ځینو قیصو په اړه وضاحت خپور کړی. رویټرز خبري اژانس دغه وضاحتون په یوه ویډیو کې راټول کړي چې منورشاه پښتو ته اړولي دي.
د ازبکستان ((خوارزم لزګي)) ډانس ۲۰۰۰ کلونه تاریخ لري چې پکې ګډېدونکي د مینې او محبت فولکلوري قیصې کوي، د ملګرو ملتونو د تعلیم، ساینس او کلتور څانګې (یونیسکو) د ۲۰۱۹م کال دسمبر کې خوارزم لزګي نڅا کلتوري ورثه ورګرځوله. په دې هکله تفصیل د ایسوشي اېټيډ پریس په ویډیو کې وګورئ. ایډیټ: منورشاه
په پاکستان کې د کرونا وایرس د مخنيوي لپاره د ښوونځيوو، کالجونو او پوهنتونو تر تړلو وروسته مدرسې هم بندې شوې دي.
۱. د یونان له پولې سره لسګونه کډوال د ورتګ اجازې منتظر ۲. په چین کې د کورونا وایرس ناروغانو د هوټل وداني پرېوتې ۳. په هند کې د ښځو ورځې په مناسبت لاریون
۱. د جرمني وزیراعظمه وايي د هناو ښار وسله وال ښايي د نسلي تعصب له وجې برید کړی ۲. په اسټرالیا کې یوه لوبغاړي د خپلې کورنۍ تر وژلو وروسته خودکشي کړې ۳. په نیپال کې د هندوانو مېلې ته ګڼ خلک ورغلي
نور وښیئ