خطرناکې لارې ته اړ کرغېزیان
د غره پر غاړه دغه لار ډېره خطرناکه ده خو د کرغېزستان زردالي کلي اوسېدونکي مجبوره دي چې هم په دې تګ راتګ وکړي. دې کلي ته بله محفوظه لاره هم شته خو ډېره اوږده ده او په ژمي کې بنده وي. پر دې لاره د تګ پر مهال یوشمېر کسان ښوېدلي او ژوند یې له لاسه ورکړی دی. په دې اړه نور تفصیل د مشال رېډیو د خبر مرکزي څانګې په دې رپورټ کې چې منورشاه یې درته وړاندې کوي.
د فېسبوک تبصرې