د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورونا په پښتونخوا کې مذهبي لږکۍ هم ځپلې دي‌


سایره مفتي د مرستو وېشلو پر مهال
سایره مفتي د مرستو وېشلو پر مهال

پراګ - په خیبر پښتونخوا کې د نورو خلکو په څیر د مذهبي‌ لږکیو خلک هم د کورونا وبا له کبله بې روزګاره شوي او د مالي مشکلاتو ښکار دي.

په پېښور کې د هندو اقلیت غړي‌ اوم کمار مشال راډیو ته وویل چې په دې حالاتو کې ورته د خپلې کورنۍ پالنه ډېره ګرانه ده.

ده وویل ، “ما په یو هوټل کې مزدوري کوله، د مارچ په شلمه هغه بند شوی او له هغې راهیسې بې کاره یم. څلور بچي لرم او د کرایې په کور کې اوسېږم. د ګېس او بجلۍ بلونه هم ورکول غواړي خو زه هیڅ وسیله نه لرم. زه مشکور یم چې د حکومت لخوا راسره مرسته وشوه خو بیا هم دا کافي نه ده.”

په پېښور کې د هندو اقلیت د خیر ښېګړې لپاره کارکوونکی اویناش داس وايي حکومت ورسره مرستې کوي خو د دوی د مشکلاتو کمولو لپاره غیر حکومتي خیریه ادارو ته هم خپل رول لوبول پکار دي.

ده وویل ، “زموږ مسلمانان وروڼه هم کورونا وبا له کبله بې روزګاره شوي خو د مذهبي اقلیتونو خلک یې ډېر متاثره کړي دي. زموږ خلک ډېر تعلیم او یا هنر نه لري، زیاتره یې په کمپنیو او دوکانونو کې دیاړي کوي چې د کورونا مخنیوي د محدودیتونو له کبله هر څه بند شوي دي نو دوی هم بې روزګاره دي.”

په پېښور کې سایره مفتي د - اې ډي ایس - په نوم یوه داسې خیریه اداره جوړه کړې چې هغو خلکو ته د مرستو رسولو هڅې کوي چې په مرستندویه هلو ځلو کې ورته ډیر پام نه کېږي>

نوموړې مشال راډیو ته وویل ، “ زموږ مقصد د انسانیت خدمت کول دي. په دې کې موږ د مذهب، رنګ او نسل فرق نه کوو. بلکې هغو خلکو ته ډیره توجو ورکوو چې په مرستو کې له پامه غورځول شوي وي. موږ د هر مذهب د خلکو خدمت کوو. دا راز خواجه سرا هم زموږ په ترجیحاتو کې شامل دي.”

له سایره مفتي سره په اداره کې شامل د مذهبي لږکۍ یو استازی ډاکټر جتندر سینګ وايي د کورونا وبا پرمهال یې د خیر ښېګړې هلې ځلې تندې کړې دي.

ده وویل ، “په دې موده کې موږ سلو کورنیو ته د یوې میاشتې په حساب خوراکي مواد ورکړي چې پکې د اقلیتونو تر څنګ د مسلمانانو کورنۍ هم شاملې دي. دا راز د بدني معذوریو ښکار خلکو ته مو خوا اوشا سل ویل چییرز هم ورکړي دي.”

د یادې ادارې یوه بله غړې مهرین سبا وايي د مستحقو خلکو د مرستو لپاره له عامو خلکو چنده غونډوي.

نوموړې مشال راډیو ته وویل ، “موږ خلکو ته په ټولنیزو رسنیو پیغام ورکړو چې د کوم خاص کار د پاره یو حساب پېسې پکار دي. بیا کوم خلک چې موږ پېژني او په موږ اعتماد کوي هغوي راسره مالي مرسته وکړي. خو دا یوه مسله شته چې کله موږ د مذهبي‌ لږکۍ د مرستو لپاره د پېسو اپیل کوو نو ډیر کم خلک پکې دلچسپي اخلي. خو بیا هم کار روان دی.”

ډاکټرجتندر سینګ وايي په خیبر پښتونخوا کې د مذهبي اقلیتونو شاوخوا دوه لکه کورنۍ مېشتې دي چې پکې د هندوانو، سیکانو او عیسویانو تر څنګ د نورو مذهبونو منونکي هم شامل دي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG