منور شاه له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.
د روسیې په مرکز مسکو کې د کروندګرو په یو لوی نندارتون کې د کدوانو د وزن سیالي شوې ده چې پکې تر ټولو لوی کدو د غوايي هومره وو او وزن یې ۸۱۷ کېلوګرامه وو. د نندارتون منتظمین وايي چې تر دې وړاندې په روسیه کې د تر ټولو لوی کدو وزن ۷۷۱ کېلوګرامه ثبت شوی وو. تفصیل په ویډیو کې.
اسراییلو په وروستیو کې پر لبنان هوايي حملې زیاتې کړې دي چې پکې سلګونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده. ایا دا د اسراییلو او حزب الله ترمینځ د درېیمې جګړې پیل دی؟ ځواب یې د مشال راډیو د خبرونو د مرکزي څانګې لنډه ویډیو کې.
که څه هم په اسټریا او سویټزرلېنډ کې خلک هر کال د واورو له پیل کېدو وړاندې د کلتوري او دودیزو مېلو په جوړولو له غرونو څاروي کورونو ته ستنوي
د هېلمند اوسېدونکي وايي، د کوکنارو پر کښت د طالبانو د حکومت بندیز له وجې خلک له دومره مالي مشکلاتو سره مخامخ شوي چې د خپلو زلمیو ودونه نه شي کولای. کروندګر وايي، د کوکنارو فصل لږه خواري غواړي خو د اپینو له خرڅلاوه به یې ډېرې پیسې ترلاسه کولې. نور د اې اېف پي له ویډیو په جوړ رپورټ کې.
تر هغې وروسته چې د جرمني حکومت په اګست کې ۲۸ افغانان په جرمونو کې د ککړتیا له وجې افغانستان ته ستانه کړل، په هغه هېواد کې مېشت ډېری پناه غوښتونکي اندېښمن شوي دي او وېره لري چې ښايي هېواد ته یې ولېږدوي.
په داسې حال کې چې په نړۍ کې د ماشومانو له خوا د ټولنیزو شبکو د کارونې په اړه بېلا بېلا اندېښنې شته، د اسټرالیا وزیراعظم اېنتني البنیز ويلي، داسې قانون جوړوي چې ترمخه به یې تر ۱۶ کلونو پر کم عمر لرونکو ماشومانو د ټولنيزو شبکو د کارولو بندیز وي.
د عراق په موصل کې یو معالج دعوه کوي چې د شاتو په موچیو چیچلو د مریضانو علاج کوي. دی وايي، هغه ناروغان چې په جدیدو طبي درملو او حکیمي دواګانو نه رغېږي، دی یې په موچیو چیچي چې ورسره هغوی جوړېږي. ځینې ناروغان هم وايي چې ښه شوي دي..
د نېدرلینډز (هالینډ) ګلان په نړیوال کچ نوم لري چې له وجې یې هغه هېواد ته ډېره اقتصادي ګټه هم لري. د نېدرلینډز په بېلابېلو برخو کې د ګلانو مېلې او پرېډونه کېږي چې کتلو ته یې د ځايي وګړو ترڅنګ سیلانیان هم ورځي.
په سویس (سويټزرلينډ) کې هر کال د اوړي له پیلېدو سره سم خلک مالونه غرونو ته خېژوي او په سېپټېمبر کې یې بېرته له غرونو راکوزوي. هلته د سویس ګشتاد کلي کې یو شمېر هندي فلمونه هم جوړ شوي دي.
روباټ مېوه هم ټولوي او معلومات یې هم ثبتوي چې د کروندګرو سره په ښه حاضل کې مرسته کوي
په روسیه کې اوس کروندګر مشینونه کاروي، خو په تېرو وختونو کې به یې د ولادیمیر په نوم د ځانګړي نسل اسونه ساتل او د کرنې چارې به یې ورباندې ترسره کولې.
په برتانیا کې په خړو اوبو کې د لامبو نړیوالې سیالۍ شوې دي. که څه هم د پښتنو په يوشمېر سیمو کې خلک د لښتيو او کندو په خړو اوبو کې له لامبلو سره بلد دي خو په برتانیا کې د دغه ډول لامبلو سیالۍ عجیبه ښکاري چې کتلو ته یې ګڼ خلک ورځي.
د بلوچستان صوبې په بېلابېلو سیمو کې وسله والو د اګست له ۲۵مې راهیسې بریدونه پیل کړي دي. چارواکو د اګست پر ۲۶مه)مشال راډیو ته وویل چې په دغو حملو کې ۳۷ کسان وژل شوي چې ډېری یې ولسي وګړي دي.
د امریکې په شکاګو ښار کې د ډیموکریټیک ګوند د قامي کنونشن په اوله شپه د ګوند پلویانو د ولسمشر جوبایډن مننه وکړه او د هغه په حق کې یې نعرې ووهلې.
د امریکا په کیلېفورنیا کې د ښځو لپاره یو ځانګړي مرکز دا نوښت کړی دی چې هلته ورتلونکې له سپیو سره یوځای یوګا کوي. یوګا د بدني، ذهني او نفسیاتي یا رواني ورزشونو مجموعه ده چې د رواني ناروغیو یو ډول علاج هم بلل کېږي.
السو وايي اوس ډېره خوندي احساسوي
د مرکزي اسیا هېواد قرغیزستان په تېرو لسیزو کې پرمختګ کړی دی خو شپانه یې وايي چې اوس یې هم ژوند د پلرونو او نیکونو په څېر تېرېږي. هغوی وايي چې د پېړیو پخواني دود له مخې، خپل مالونه هر کال په اوړي کې په غرونو کې ورشوګانو یا څړځایونو ته بیايي او بیا په مني کې د واورې ورېدو په پیلېدو کلیوته بیایي.
په مراکش (المغرب) کې یوه هنري مېله شوې چې د جولای له ۲۲مې څخه تر ۲۷مې پورې روانه وه. په هغه مېله کې د پاخه عمر لرونکو ښځو یوې ډلې له چمبې (داریال یا دریه هم بلل کېږي) سره دودیزې سندرې وویلې. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
د هند تر انتظام لاندې کشمیر د لداخ بروکپا نسل خلک د هند له خلکو ډېر توپیر او ځانګړی ژوند ژواک لري. دوی د ماشوم کلیزه په ۱۲م کال لمانځي.
نور وښیئ