محمد عمران د پاکستان پر روانو چارو د مشال راډیو لپاره رپورټونه جوړوي.
په پېښور کې د امريکا قونصل جنرل رېمنډ مېکګرا له مشال راډیو سره د یوی ځانګړی مرکی پر مهال ويلي دي چې امریکا او پاکستان له تېرو اوویا کلونو راهیسې له یوبل سره اوږه په اوږه ولاړ دي او دواړه هېوادونه د ترهګرۍ پرضد جنګ، توانايي، معاشي پرمختګ، کرکېله، قانوني کمک، تعليم او د صحت په مېدان کې همکاري کوی.
په نړۍ کې هرکال دوهم نومبر پر خبريالانو په بریدونو کې ښکېلو کسانو د نه نیولو دود ختمولو ورځې په توګه لمانځل کېږي. په پاکستان کې خبريالان په دې ورځ بېلا بېلې غونډې کوي او له حکومته بيا بيا غوښتنه کوي چې په دې اړه قانون سازي وکړي.
د مشال پلار اقبال خان ګيله کوي چې صوبايي حکومت ورسره کومې وعدې کړې وې له هغې خوشاله نه دي.
د پاکستان د ټاکنو کمېشن (الېکشن کمېشن اف پاکستان) له خوا خپره شوې شمېره ښايي چې په سرشمېرنه کې د قبايلي ښځو د ووټونو شمېره کې زياتوالی راغلی. په قبايلي سيمو کې د زياتوالي دا شمېره ۳۶ فيصده ښودل کېږي چې تر ټولو زياته ده.
د اسلام اباد په قايداعظم پوهنتون کې که څه هم د زده کړو لړۍ له دوشنبې پیل شوې ده خو د زده کوونکو احجتاج چې له شاوخوا۲۰ ورځو روان دی لا هم دوام لري.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر احسن اقبال ویلي دي چې د پوځ ویاند باید د ملک پر اقتصاد له بیان ورکولو ډډه وکړي.
د پاکستان سېنېټ کورنيو چارو کمېټۍ د ماشومانو نجونو ودولو قانون کې د بدلون منظوري وځنډول شوي چې د نجلۍ لږ تر لږه عمر یې ۱۸ کاله د ټاکلو وړاندیز شوی وو.
د پاکستان پوځ مشر جنرال قمر جاويد باجوه ويلي چې د معيشت تعلق د ژوند له هرې څانګې سره دی او هم پياوړی معيشت د بدو حالاتو ښه مقابله کولی شي.
په دغه مظاهره کې ګډون کوونکی يو بل ځوان سميع الله اپريدی چې هم د قبايلي زده کوونکو د سازمان سره تعلق ساتي وايي چې دوي تر هغې دا لوظونه منلو ته تيار نه دي تر څو چې په عملي توګه پر دې کار نه وي روان شوی
د پاکستان د کورنيو چارو مرکزي وزير احسن اقبال ويلي دي چې هېڅ يو چا ته حق نيشته چې د بل تن د وژلو فتوه خپره کړي.
د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل اصف غفور ويلي چې پاکستان له تېرو څلورو لسيزو راهسې د ترهه ګرۍ پرضد جګړه کوي او ټولۍ نړۍ ته معلومه ده چې په دي اړه د پاکستان کردار څه دی.
په کرا چۍ کې پوليس د هغه تن يا تنانو په لټه کې دي چې په تېره يوه اونۍ کې يې په يو شمېر ښځو د چاقو يا چړې حملې کړی دي.
پيټر وايي که څه هم د شمالي او جنوبي وزيرستانه وسله وال ويستل شوي دي خو يوه يا دوه سيمې شته چې هلته اوس هم امنيتي ستونزه موجوده ده.
د اسلام اباد احتساب عدالت په یوه مقدمه کې د پاکستان خزانې پر وفاقي وزير اسحاق ډار تر ګټې زیاتې شتمنۍ په لرلو تورن ګرځولی خو اسحاق ډار یې له منلو انکار کړی دی.
د پاکستان پخواني وزيراعظم نواز شريف ويلي دي چې پر هغه جوړې شوې مقدمې بې بنياده دي.
پاکستان پيپلز ګوند د پخواني پوځي واکمن پروېز مشرف هغه ټول تورونه رد کړي چې پکې ويل شوي وو د پخوانۍ لومړۍ وزيرې بينظير بوټو او د هغې ورور مير مرتضی بوټو په وژنه کې پخوانی صدر اصف علي زرداري ککړ دی.
د خېبرپښتونخوا د ميرمنو حقونو څارنې سرکاري کمېشن وايي، پرېکړه یېکړې چې په صوبه کې د جنسي تېري ښکار ښځو ته تر یوه چت لاندې طبي، د پوليسو او قانوني مرستو ورکولو منصوبه پیل کړي.
د سیفران وفاقي وزير دغه غونډې ته دا هم ويلي چې قبايلي سيمې په خېبر پښتونخوا کې د ګډېدو موده پينځه کاله ده او تر هغې مودې پورې به د اسلام اباد های کورټ واک تر قبايلي سيمو غځول کېږي
له دې وړاندې د ازادي جام لومړۍ لوبه پاکستان او دويمه ورلډ الېون ګټلې وه. په ورلډ الېون لوبډله کې د سوهېلي افريقا، ويسټ انډيز، اسټراليا، بنګله دېش او نيوزي لېنډ لوبغاړي شامل ول.
په اعلامیه کې د پاکستان له وفاقي حکومته غوښتنه شوې چې قبایلي ولس ته دې د هغوی ټول بشري، سیاسي او قانوني حقونه ورکړي، د سیمو د پرمختیا لپاره دې ۱۰ کلن پلان جوړ کړي او قبایلو ته دې د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې استازیتوب ورکړي.
نور وښیئ