د لاسرسي ځای

تازه خبر

پيپلز ګوند د بېنظير بوټو د وژنې په اړه د پروېز مشرف تورونه رد کړل


پاکستان پيپلز ګوند د پخواني پوځي واکمن پروېز مشرف هغه ټول تورونه رد کړي چې پکې ويل شوي وو د پخوانۍ لومړۍ وزيرې بينظير بوټو او د هغې ورور مير مرتضی بوټو په وژنه کې پخوانی صدر اصف علي زرداري ککړ دی.

د پاکستان پيپلز ګوند يو مخکښ او په قامي اسمبلۍ کې د مخالفه ګوندونو مشر خورشيد شاه د پنجشنبې په ماښام په اسلام اباد کې له مطبوعاتو سره په خبرو کې ويلي چې پيپلزګوند دا معامله عدالت ته وړلې نو بيا پروېزمشرف نن لس کاله پس ولې داسې خبرې کوي، لومړی د دوي شک وو خو اوس يې باور دی چې د بينظيربوټو په وژنه کې پروېزمشرف ککړ دی.

"عدالتونو ته پکار ده چې دی راوغواړي. د ده د نيولو رېډوارنټ جاري کول پکار دي، دې ته کتل نه دي پکار چې دا د پوځ مشر پاتې شوی يا پخوانی صدر دی، بايد راوغوښتل شي."

پروېز مشرف
پروېز مشرف

د خورشيدشاه دا بيان تر هغه وروستو راغلی چې پخواني پوځي واکمن په يو ويډيويي بيان کې پر پخواني صدر اصف علي زرداري تور لګولی وو چې د بوټو کورنۍ له تباهۍ سره سره د مرتضی بوټو او بېنظير بوټو په وژنو کې هم د اصف علي زرداري لاس دی.

پخواني پوځي واکمن تور لګولی چې د بېنظير بوټو په وژنه کې د اصف علي زرداري ترڅنګ د افغانستان هم مهم خلک شامل وو، چا چې دا هر څه پر سترګو ليدلي د هغوي بيانونه عدالت نه دي ريکارډ کړي.

پروېزمشرف څوک چې دا وخت په دوبۍ کې مېشت دی او پر هغه يو شمېر مقدمې روانې دي، ولې د دې بيان ورکولو ضرورت محسوس کړو؟ په دې اړه د سياسي چارو کارپوه او شنونکی شميم شاهد وايي چې د بينظير بوټو د وژنې په مقدمه کې پيپلزګوند د راولپنډۍ د ترهه ګرۍ مخنيوي عدالت فيصله رد کړې او غوښتنه يې کړې چې نېغ په نېغه دې پر پروېزمشرف مقدمه وچلول شي نو نن که مشرف دا رنګ بيان ورکوي مقصد يې يواځې د خلکو پام له هغه هر څه اړول دي چې د ده د واکمنۍ په موده کې شوي.

"په زرګونو خلک د ده د واکمنۍ په موده کې وژل شوي چې پکې د بلوچستان اکبربګټي، د دغه صوبې مشران، قبايلي مشران، د عوامي نېشنل ګوند ترڅنګ د پيپلزګوند پارليماني غړي شامل دي. يواځې د بينظير بوټو د مرګ نه بلکې د ده په واکمنۍ کې چې څومره قتلونه شوي د هغې ټولو پلټنې پکار دی. بله دا نن چې د امريکا صدر ډونالډ ټرمپ دا وايي چې ډالرې مو اخستې او لوظونه مو نه دي پوره کړي، نو دغه ډالرې خو پروېزمشرف اخستي او په خپلو ملګرو يې ويشلي، پکار ده چې د دې ورسره حساب وشي."

پروېزمشرف په خپل دغه ويډيويي د کورنيوچارو پر پخواني وزير رحمان ملک هم ټکونه کړي او ويلي يې دي چې هغه د دې پېښې وروستو له اسلام اباده ولې تللی وو.

د پخواني پوځي مشر او واکمن جنرل (ر) پروېزمشرف بيان په داسې مهال مخې ته راغلی چې د راولپنډۍ د ترهه ګرۍ مخنيوي عدالت هغه د بينظيربوټو د وژنې په مقدمه کې اشتهاري ګرځولی، پخوانی د پوليسو مشرانو سعود عزيز او خرم شهزاد ته يې د ۱۷، ۱۷ کالو سزا اورولې ده.

د ذکر ده چې پخوانۍ لومړۍ وزيره د دسمبر پر ۲۷مه نېټه ۲۰۰۷م د راولپنډۍ په لياقت باغ کې هغه وخت ووژل شوه چې د يوې لويې ولسي جلسې وروستو بيرته روانه وه.

د پخواني وزيراعظم ذوالفقار علي بوټو زوی او د بينظير بوټو ورور مرتضا بوټو د سېپټمبر پر ۲۰مه نېټه ۱۹۹۶م په کراچۍ کې نامعلومه وسله والو په ډزو وژلی وو چې تر دې دمه یې پته و نه لګېدله چې پر هغه ډزې چا کړې وې.

XS
SM
MD
LG