اسلام اباد - د قبایلي اصلاحاتو په اړه د عوامي نیشنل ګوند ټولګوندیزې غونډې له پاکستاني حکومته غوښتنه کړې چې قبایل دې سمدستي په خیبر پښتونخوا ورګډ کړي.
د سېپټېمبر پر ۱۵مه د ټولګوندیزې غونډې په پای کې یوه اعلامیه خپره شوه چې پکې راغلي، قبایلي سیمې دې په اییني ډول د خیبر پښتونخوا برخه شي.
دا اعلامیه وايي چې په قبایلو کې نافذ اېف سي ار قانون دې ختم شي او د پاکستان قضايي او عدالتي نظام دې وروغځول شي.
ورسره په اعلامیه کې د پاکستان له وفاقي حکومته غوښتنه شوې چې قبایلي ولس ته دې د هغوی ټول بشري، سیاسي او قانوني حقونه ورکړي، د سیمو د پرمختیا لپاره دې ۱۰ کلن پلان جوړ کړي او قبایلو ته دې د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې استازیتوب ورکړي.
دا اعلامیه، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او جمیعت علمای اسلام (ف) پرته ټولو ګوندونو لاسلیک کړې.
تر غونډې وروسته د عوامي نیشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان مشال راډیو ته وویل، قبایل، پښتانه دي باید له نورو پښتنو جلا و نه ساتل شي.
ده زیاته کړه چې که پښتانه همداسې وېشلي ساتل کېږي نو نتیجه به یې یوازې د ناامنۍ دوام وي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د زیارت پر ورځ غونډې ته په وینا کې وویل، د پاکستان پارلېمان په قبایلي سیمو کې د مداخلې هېڅ حق نه لري او که دا کار کوي ((دا غیر اییني دی)).
ده وویل، د پاکستان د اساسي قانون یوازې څلور مادې د قبایلي سیمو په اړه دي.
اڅکزي وویل، د ده ګوند هم د اېف سي ار ضد دی، هغه قانون دې ختم شي، د قبایلي سیمو هر وګړی باید د ووټ ورکولو حق ولري او پولېټېکل اېجنټ دې د خلکو مالک نه جوړېږي بلکې جرګې ته به جوابده وي.
تر غونډې وروسته د پاکستان په پارلېمان کې د قبایلي سیمو استازي حاجي شاه جي ګل مشال راډیو ته وویل، له ټولګوندیزې غونډې زبات شوه چې ډېری سیاسي ګوندونه د قبایلو په پښتونخوا د ورګډولو په حق کې دي.
د عوامي نیشنل ګوند په کوربه توب په اسلام اباد کې شوې غونډې ته د واکمن مسلم لیګ (ن) او تحریک انصاف استازي نه ول ورغلي.