مجید بابر په پراګ کې د مشال راډیو خبریال دی او د پاکستان او افغانستان په اړه رپورټونه جوړوي. له نوموړي سره پر اېکس رابطه کولای شئ.
د هند په شيمله ښار کې د اسونو مالکان وايي چې هلته د زياتو بارانونو له کبله د هغوی اسونو ناروغه کېږي چې سرپناه ته سخته اړتيا لري. هغوی زياتوي چې د هند سپريم کورټ هم د اسونو لپاره د سرپناه جوړولو امر کړی خو په وينا يې لا هم نه دی عملي شوی. نور حال رويټرز اژانس په ويډيويي راپور کې وګورئ.
ایمل ولي خان وايي چې اوس له خلکو د قلنګونو اخیستو لړۍ له قبایلي ضلعو بندوبستي سیمو ته هم غځیدلې ده او دا خبرې کیږي چې د صوبايي کابینې درې وزیران، وزیراعلا او د قامي اسمبلۍ پخوانې سپیکر اسد قیصر په باقاعدګۍ سره طالبانو له قلنګونه ورکوي.
د هند په ګجرات ایالت کې یوې ۲۴ کلنې نجلۍ له ځان سر ه واده کړی دی. کشامه بېندو وايي، د واده شاوخوا ټول مراسم یې پوره وکړل او ځان ته واده شوه. نور د رویټرز اژانس له ویډیو په جوړ رپورت کې.
د طبیعي ناورینونو پروړاندې د مبارزې صوبايي ادارې (پي ډي اېم اې) د جولای پر ۲۴مه مشال راډیو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د بارانونو او سېلاوونو له وجې په ډېره اسماعیل خان، کوز دیر او خیبر کې د یوه ماشوم په ګډون دوه کسان وژل شوي او پینځه ژوبل دي.
د دې احتجاج اعلان د یاد ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د جولاي پر ۲۱مه په بنو کې د هدفي وژنو په اړه د شمالی وزیرستان د مشرانو په یوه جرګه کې تر ګډون وروسته کړی وو.
د هند په میګالي ریاست کې هر کال د جولای په نیمايي کې ځايي خلک یوه دودیزه مېله د پشکال له بارانونو وروسته د هیضې د بد روح د شړلو په موخه لمانځي. د فرانسې خبري اژانس پرې ویډیويي جوړه کړې چې دلته یې کتلی شئ:
په همدې حال کې د شمالي وزيرستان په ميرلي عيدک سيمه کې ځايي خلکو د جولای له ۱۷مې احتجاجي ناسته پيل کړې او له حکومته غوښتنه کوي چې په سيمه کې دې امن باوري کړي او د هدفي بريدونو مخه دې ونيسي.
"برع" چې د جګړې د نڅا په نوم هم یادېږي، په یمن کې تر ټولو مشهوره ولسي نڅا ده چیرې چې قبایلي خلک خپل بدني حرکتونه د نغارو له غږونو سره همغږي کوي او تاوېږي .په تاریخي توګه، د نغارو غږول به په یمن کې د راتلونکو جګړو د اعلان لپاره د رسم د یوې برخې په توګه کارول کیده .
د پاکستان د بشري حقونو کمېشن په باجوړ کې د یوې جرګې له لوري سیلځایونو ته د ښځو پر ورتګ بندیز ناقانونه او د بشري حقونو خلاف عمل بللی دی. په خیبر پښتونخوا کې د کمېشن مشر دا خبره تر هغې دوه ورځې وروسته مشال راډیو ته وکړه چې د جولای پر ۱۵مه په سالارزیو کې یوې جرګې وویل چې سیلځایونو ته د ښځو ورتګ د.
په پاکستان کې د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ملي او صوبايي ادارو او همداراز، د موسمي چارو ادارې وار له مخه د سختو بارانونو او سېلاوونو وړاندوینه کړې وه.
د القاعدې وسله والې ډلې د پخواني مشر اسامه بن لادن زوی عمر بن لادن د خپلو انځورونو نندارتون پرانیستی دی. نوموړی له ۲۰۱۶ز کال راهیسې د فرانسې په نارمندي سیمه کې اوسي. د عمر بن لادن پلار چې په افغانستان کې اوسېده نو ده هم ورسره څه وخت تېر کړی وو. ویډیويي رپورټ.
د خيبر پښتونخوا د خزانې وزیر تيمور سلیم جګړا وايي، دا مهال وفاقي حکومت ته په مختلفو مدونو یا برخو کې د صوبې ۱۳۳۲ اربه روپۍ پاتي دي.
مګرمچ، تمساح یا د اوبو سیمساره یو خطرناک ژوی ګڼل کېږي او خلک ترې لیرې تښتي خو د میکسیکو یو ښاروال ورسره واده کړی او د واده په جشن کې یې خلکو او ده خپله نڅاګانې هم کړې دي. هلته د میکسیکو په اوکساکا ایالت کې دا یو پخوانی دود دی. د رویټرز اژانس ویډیویي رپورټ.
د لاهور د پولیسو ویاند اغا احتشام حیدر مشال راډیو ته وویل چې د یوشمېر مړو پېژندګلوي ورته ګرانه وي. "موږ چې دا مړي ترلاسه کړو نو بیا یې په مرده خانو کې ږدو او د هغوی د مرګ په اړه مقدمه درجوو. تر هغې وروسته یې د وارثانو لټون پیلوو."
د جون پر ۲۲مه شپې شاوخوا یوه نیمه بجه د افغانستان په یوشمېر ولایتونو کې زلزلې تر ۱،۰۰۰ زیات کسان ووژل او زرګونه کورونه یې وران کړل. زلزلې تر ټولو زیات تاوان په پکتیکا او خوست کې واړاوه. د پکتیکا اوسېدونکو د خپلو کورونو ودانول پیل کړي دي خو په دې لړ کې مرستې غواړي. د رویټرز اژانس ویډیويي رپورټ.
د خیبر پښتونخوا د بلدیاتي چارو وزیر فیصل امین ګنډه پور ویلي، اعلاوزیر محمود خان په قبایلي ضلعو کې د ځمکو لانجو د هواري لپاره د یوې ځانګړې کمېټۍ جوړولو منظوري ورکړې. د صوبايي اسمبلۍ غړي بلاول اپرېدي د جون پر ۲۴مه مشال راډیو ته وویل، کمېټي به له جرګو سره ګوري. خو ایا کمېټي به هغه لانجې حل کړای شي؟
ډونلډ بلوم په داسې وخت کې د پاکستان لپاره د امریکا سفیر ټاکل شوی چې د شنونکو په اند، د دواړو هېوادونو سفارتي اړيکې ډېرې ښې نه دي، خو نوموړي اسلام اباد ته له ورتګ سره سم ليدنې پیل کړي دي.
د خيبرپښتونخوا د هنرمندانو د اتحاديې مشر راشد خان د جون پر ۱۲مه مشال راډيو ته وویل چې په پښتونخوا کې د پولیسو له خوا د هنرمندانو ځورونې زیاتې شوې دي.
نور وښیئ