مجید بابر په پراګ کې د مشال راډیو خبریال دی او د پاکستان او افغانستان په اړه رپورټونه جوړوي. له نوموړي سره پر اېکس رابطه کولای شئ.
د خیبر پښتونخوا د رېسکیو ون ون ټوټو ادارې ویاند بلال احمد فیضي د جون پر ۱۱مه مشال راډیو ته وویل، دا مهال په قبایلي ضلعو کې د هغوی د ادارې له ۸۰۰ زیات کارکوونکي موجود دي.
په پاکستان کې روغتیايي چارواکي وايي، تر اوسه یې په هغه هېواد کې د منکيپاکس په نوم د پوستکي د دانو ناروغۍ هېڅ پېښه نه ده ثبت کړې خو د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) وايي، په لږترلږه ۱۲ داسې هېوادونو کې پېښې ثبت شوې دي چې پخوا پکې د هغې ناروغۍ وایرس موجود نه وو.
د ترهګرۍ پرضد د پاکستان قامي اداره نيکټا وايي چې یوازې په ۲۰۲۰م کال کې ناقانونه ګرځول شوې وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان په هیواد کې د ۷۹ بریدونو ذمه واري منلې وه.
د پاکستان پوځ او حکومت تر اوسه د مذاکراتو په اړه رسماً څه نه دي ويلي او نه د دې خبرو اترو اجنډا خپره شوې خو د تحريک طالبان پاکستان يو قوماندان د مې پر ۳۰مه د نوم نه ښوولو په شرط د مې مشال راډيو ته ويلي ول چې د پاکستان حکومت د تحريک طالبان پاکستان ځينې لويې غوښتنې منلي دي.
سپريم کورټ دا حکم د مې پر ۱۳مه د مردان د يو کس د مقدمې په مهال وکړ. هغه کس د ناموس په نامه د وژنې په يوه مقدمه کې تورن دی.
د یوې اندازې له مخې د راتلونکي بجټ جوړولو او په اقتصادي توګه راولاړیدو لپاره د روان کال د جون میاشت پورې پاکستان ته د نهو نه تر ۱۲ اربو ډالرو پورې ضرورت دې.
په خیبر پښتونخوا کې په دوو پړاوونو کې بلدیاتي انتخابات د ۲۰۲۱ کال د ډېسېمبر په ۱۹مه او د ۲۰۲۲ کال د مارچ پر ۳۱مه نېټه ترسره شوي وو. دا انتخابات په لومړي پړاو کې په ۱۹ او په دویم پړاو کې په ۱۸ ضلعو کې شوي وو.
عطاالله خان زیاته کړه، د تاوتريخوالي پېښو د مخنيوي لپاره لازمه ده چې په ټوله ضلع کې د نشه يي موادو ضد د يوه موثره کمپاين ترڅنګ د ځوانانو لپاره د لوبو او روزګار مناسب انتظامات وشي.
د اپرېل پر ۱۴مه د عدالت قاضي محسن اختر کیاني انتخاباتي کمېشن ته امر کړی وو چې د تحریک انصاف ګوند د بهرني تمویل قضیه دې په یوه میاشت کې فیصله کړي.
د لرې کړل شوي وزیراعظم عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف احتجاجونه پیل کړي او غوښتنه یې په ملک کې زر تر زره عام انتخابات کول دي.
د اپوزېشن ګوندونو چې له کله د هغه پرضد د عدم اعتماد راوړلو هلې ځلې چټکې کړې نو نوموړي دا تور پورې کړ چې ګواکې امریکا د ده د لرې کولو لپاره له اپوزېشن ګوندونو سره لاس یو کړی دی.
د کبل تاڼې د پولیسو مشر احمد حسېن د اپریل پر دوهمه مشال رېډیو ته وویل چې دا پېښه بېګا د شپې ناوخته په میا بیلا کلي کې شوې ده او د وژل شوې ښځې خاوند یې نیولی دی. پولیس وایي پلټنې کوي او ملزم خپل جرم منلی دی
د واده د خوشالۍ په مناسبت دا محفل د تېر خالی په ورځ (د مارچ په اتلسمه) د یوه ځايي اوسېدونکي دلشاد اپرېدي په حجره کې راجوړ شوی وو.
دا مهال واکمن تحریک انصاف ګوند که له یوې خوا د خپلو اتحادي ګوندونو د بېلیدو خطر سره مخ دی نو بلخوا په ګوند دننه د علیم خان، جهانګیر ترین او چهينه ډلو په جوړېدو سره څيړونکي د تحریک انصاف د تقسیمېدو امکانات هم په ګوته کوي.
د خیبر پښتونخوا حکومت وايي، ثمر بلور ورسره په دې لړ کې هېڅ رابطه نه ده کړې، او دا چې د امنیت ټینګښت لپاره یې کافي اقدامات کړي دي.
په بريد کې ۶۲ ولسي وګړي وژل شوي او تر ۱۸۵ زیات ژوبل ول.
نور وښیئ