د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایا طالبان رښتیا له پاکستاني چارواکو قلنګ اخلي؟


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د عوامي نیشنل ګوند صوبايي مشر ايمل ولي خان تور پورې کړی چې د خيبر پښتونخوا د وزیر اعلا محمود خان په ګډون د صوبايي حکومت درې وزیران او د قامي اسمبلۍ پخوانی سپیکر اسد قیصر طالبانو ته قلنګونه ورکوي.


نوموړي د جولايي په ۲۵مه په اسلام اباد کې یو خبري کانفرانس ته وویل چې دې کار وسله وال دومره ډاډه کړي چې اوس د خيبر پښتونخوا د سوات شانګلې، بونير، صوابۍ او پیښور تر څنګ په قبایلي سیمو کې هم له خلکو قلنګونه غواړي او دامنیت وضع خرابه شوې ده.

ایمل ولي خان زیاته کړه چې اوس له خلکو د قلنګونو اخیستو لړۍ له قبایلي ضلعو بندوبستي سیمو ته هم غځیدلې ده او دا خبرې کیږي چې د صوبايي کابینې درې وزیران، وزیراعلا او د قامي اسمبلۍ پخوانې سپیکر اسد قیصر په باقاعدګۍ سره طالبانو له قلنګونه ورکوي.

په عین حال کې د پښتونخوا د صنعت او سوداګرۍ د خونې (چیمبر اف کامرس اینډ انډسټري) یو غړي د جولایي په ۲۵مه مشال راډیو سره په خبرو کې د نوم د نه ښودو په شرط، د ایمل ولي خان د خبرې پخلې وکړ او زیاته یې کړه چې په ځانګړي توګه په پیښور کې بیلا بیلې وسله والې ډلې کاروباریانو ته ټیلیفونونه کوي، قلنګونه ترې غواړي او که هغوی انکار وکړي نو د مرګ ګواښونه ورته ورکول کیږي.

په پیښور کې د مشرق ورځپاڼې خبریال عرفان خان بیا وايي چې د طالبانو د بیلا بیلو ډلو لخوا د شته منو خلکو نه د قلنګونو اخیستو دا لړۍ له تيرو څو میاشتو نه روانه ده. د نوموړي په وینا د پیښور د پوليسو مشر (سي سي پي او) څو ورځې وړاندې د يوې مقدمې پر مهال پیښور هايي کورټ ته یو راپور وړاندې کړی وو. په راپور کې ویل شوي وو چې په صوبه کې د بدامنۍ، سختدريځۍ او له خلکو په زوره د پیسو اخستو تر شا د تحریک طالبان پاکستان وسله وال دي.

بل خوا د خیبر پښتونخوا د وزیراعلا ویاند بیرسټر محمد علي سیف او د قانون صوبايي وزیر فضل شکور په ګډه د ایمل ولي خان تورونه رد کړي دي. فضل شکور د جولایي په ۲۵مه مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې يوازې په شمالی وزیرستان کې د دا ډول پېښو خبرونه راسیدلي خو په نوره صوبه کې د امنیت وضع د پخوا پرتله ډیره ښه شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې په دا ډول بیانونو کې هېڅ حقیقت نشته، چې اعلا وزیر، صوبايي وزیران او پخواني سپیکر اسد قیصر چا له قلنګونه ورکوي. نوموړي ومنله چې چې یوازې په ضم شویو ضلعو او په ځانګړي توګه وزیرستان کې لږه ستونزه شته، خو هلته هم پوځي عملیات روان دي.

له پاکستان نه خپریدونکې د انګریزۍ ژبې ورځپاڼې بزنس ریکارډر د روان ۲۰۲۲م کال د جنورۍ په لومړۍ نيټه پر دې موضوع په خپله يوه اداریه کې ويلي ول چې په خيبر پښتونخوا کې د کاروباري او شته منو خلکو نه د پيسو اخیستو لپاره د پاکستاني طالب وسله والو لخوا د افغانستان د موبایل سم کارډونو څخه زنګونه وهل کيږي او امنیتي ادارو په دې لړ کې ۴۰۰ افغان سمونه تړلي هم دي.

د یادونې وړ ده چې له تيرو څو میاشتو راهیسې د افغان طالبانو په مینځګړیتوب د پاکستاني طالبانو او پاکستان دامنیتي او حکومتې ادارو خبرې اترې روانې دي او دواړه خواوی په اوربند هم رضا شوي دي خو د تشدد او بدامنۍ پیښې لا دوام لري.

له خلکو په زوره د پیسو اخستو په اړه تحریک طالبان پاکستان یا نورو وسله والو ډلو تراوسه څه نه دي ویلې.

XS
SM
MD
LG