د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا کې بارانونو او سېلاوونو زیانونه اړولي


پي ډي اېم اې وايي، سېلاوونو د خیبر پښتونخو یوشمېر سیمې ځپلې دي - پخوانی انځور.
پي ډي اېم اې وايي، سېلاوونو د خیبر پښتونخو یوشمېر سیمې ځپلې دي - پخوانی انځور.

تر بلوچستان وروسته د خیبر پښتونخوا په یوشمېر ضلعو کې د پشکال بارانونو او سېلاوونو خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

د طبیعي ناورینونو پروړاندې د مبارزې صوبايي ادارې (پي ډي اېم اې) د جولای پر ۲۴مه مشال راډیو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د بارانونو او سېلاوونو له وجې په ډېره اسماعیل خان، کوز دیر او خیبر کې د یوه ماشوم په ګډون دوه کسان وژل شوي او پینځه ژوبل دي.

په خیبر پښتونخوا کې د پشکال بارانونه د جولای پر ۲۲مه پیل شول.

ادارې ویلي دي چې بارانونو او سېلاوونو په خیبر، ډېره اسماعیل خان، کوز او بر دیر، هريپور، بر کوهستان، مومندو، باجوړ، کوز او بر چترال، هنګو او پېښور کې زیانونه اړولي دي.

په بیان کې راغلي چې په هغو ضلعو کې ۱۵ کورونه بشپړ ړنګ شوي او ۳۵ کورونو ته جزوي زیان رسېدلی دی.

وروستیو بارانونو او سېلاوونو د بلوچستان پښین په ګډون په یوشمېر ضلعو کې ودانیو ته زیان ورساوه - د جولای ۱۱مې انځور.
وروستیو بارانونو او سېلاوونو د بلوچستان پښین په ګډون په یوشمېر ضلعو کې ودانیو ته زیان ورساوه - د جولای ۱۱مې انځور.

پي ډي اېم اې وايي، بارانونو او سېلاوونو په کوز چترال کې درې سکولونه ړنګ کړي او په ډېره اسماعیل خان کې یې د یو ښوونځي وداني زیانمنه کړې.

د قدرتي افتونو پروړاندې د مبارزې اداره زیاتوي چې سېلاوونو په ځینو ضلعو کې څاروي هم لاهو کړي دي.

هلته په خیبر پښتونخوا کې د ژغورنې ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) ویاند بلال احمد فیضي د جولای پر ۲۴مه مشال راډیو ته وویل چې په یوشمېر ضلعو کې یې د ژغورنې او مرستو چارو ته دوام ورکړی دی. پي ډي اېم اې وايي، په صوبه کې یې د ورښتونو او سېلاوونو له وجې د زیانونو مخنیوي او له اغېزمنو خلکو سره د مرستو تیاری کړی دی.

په همدې حال کې په بلوچستان کې د طبیعي ناورینونو پرضد د مبارزې ادارې د جولای پر ۲۳مه په خپل رپورټ کې ویلي دي چې په هغه صوبه کې په وروستیو بارانونو او سېلاوونو کې د وژل شویو شمېر له ۱۰۰ زیات شوی او ۵۳ کسان ژوبل دي.

پي ډي اېم اې البته دا نه دي ویلي چې د جولای له ۲۱مې راهیسې په پیل شویو بارانونو کې څومره کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

په بلوچستان کې د وسې بارانونو دویمه لړۍ د جولای پر څلورمه پیل شوه. د بلوچستان حکومت دې زیانونو ته په کتو سره ۱۰ ضلعې افت زده اعلان کړې دي.تر دې مخکې په جون کې هم د وسې بارانونو د هغې صوبې په یوشمېر ضلعو کې ځاني او مالي زیانونه واوړول.

د چاپېريال ساتنې وفاقي وزيرې شېري رحمان روانه میاشت وویل چې د تودوخې درجې زیاتېدو او اقلیم بدلون له امله دا کال بارانونه بې وخته او ډېر شوي دي او ښايي د اګست تر مياشتې دوام وکړي.

XS
SM
MD
LG